د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۵

پکتیکا: د شکین پر ولسوالۍ د برید مخه ونیول شوه


د پکتیکا ولایت چارواکي وايي، چې تېره شپه ناوخته د وسلوالو یوې لس کسیزې ډلې، چې غوښتل يې د یاد ولایت د شکین په سرحدي ولسوالۍ بریدونه وکړي، د ملي امنیت د ادارې د خاصې قطعې د کمین په ترڅ کې يې مخه ونیول شوه.

د پکتیکا د والي ویاند مخلص افغان نن د شنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل، چې ملي امنیت له مخکې د وسلوالو د پلان په اړه مالومات درلودل او یاده ډله د موسانیکه په سیمه کې د ملي امنیت د ادارې د سرتیرو تر برید لاندې راغله، چې په ترڅ کې د وسلوالو قوماندان شیرمحمد په ګډون دوه وسلوال وژل شوي، اوه (۷) نور ژوندي نیول شوي او یو تن په تيښته بریالی شوی دی.

مخلص افغان وړاندې وویل، چې نیول شوې ډلې مخکې هم په ماین ايښودنو، هدفي وژنو او وسلوالو بریدونو کې لاس لاره، چې د نیول شویو کسانو څخه د تحقیق د ادارو له خوا پوښتنې ګرویږنې پیل شوي دي:

((د دولت د وسلوالو مخالفينو ياده لس کسيزه ډله تيره شپه يوولس بجې پداسې حال کې د ملي امنيت رياست د خاصې قطې تر بريد لاندې راغله، چې دوی د شکين سرحدي ولسوالۍ د موسی نيکه په سيمه کې يې د جګړې لپاره ځانونه چمتو کول، د لنډې نښتې په پايله کې د وسلوالې ډلې د قوماندان شيرمحمد په ګډون دوه تنه وسلوال مخالفين ووژل شول، شپږ تنه د مخامخ نښتې پر مهال ژوندي ونيول شول او يو تن هم ټپي کړل شو، له نيول شويو ژونديو وسلوال مخالفنيو تحقيقات پيل شوي دي، د شير محمد په مشری د دولت د وسلوالو مخالفينو دې لس کسيزې ډلې پخوا هم په ماين اېښودنو، ترور او ناامنيو په رامينځته کولو کې پراخ لاس درلود.))

د يادولو ده په دې نښته کې د ملي امنيت ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زيان نه دی اوښتی.

XS
SM
MD
LG