د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۲

د هلمند چارواکي وايي پوځي تجهيزاتو ته ډېر اړ دي


په داسې حال کې چې د سنګين ولسوالۍ جګړه لا ختمه نه ده او په تېرو درې څلورو ورځو کې جنوبي ولسوالۍ خانشين هم د درنو جګړو شاهده وه؛ د هلمند چارواکي وايي، افغان ځواکونه پوځي تجهيزاتو ته اړتيا لري.

د هلمند ولايتي اداره وايي، د خانشين جګړه پای ته رسېدلې، خو د سنګين ولسوالۍ په څو سيمو کې افغان ځواکونو تصفيوي عمليات پيل کړي؛ چې اوس هم روان دي.

د هلمند والي وياند عمر ځواک ازادۍ راډيو ته وويل؛ افغان ځواکونه د دې لپاره چې وکړاى شي؛ د سنګين دفاع وکړي، پوځي تجهيزاتو ته سخته اړتيا لري.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، دوی اوونۍ مخکې څه باندې ٨٠٠ وسله والو لومړى پر سنګين ولسوالۍ بريد وکړ؛ کله چې هلته مات شول، خپل بريدونه يې موسى کلا، نوزاد، کجکي او مارجې ولسواليو ته وغځول.

په سنګين او نورو شمالي ولسواليو کې د ملکيانو؛ وسله والو او افغان پوځيانو د تلفاتو شمېر لا دقيق معلوم نه دى.

خو د هلمند چارواکو پرون وويل چې؛ د خانشين په درې ورځنۍ جګړه کې نژدې ٧٠ تنه وسله وال وژل شوي او ٥٠ تنه نور ټپيان دي.

د هلمند د والي وياند وايي، دغه وسله وال چې ډېرى يې بهرنيان دي؛ په پاتې ولسواليو کې له ماتې سره مخامخ شوي؛ خو يوازې په سنګين کې مقاومت کوي.

په همدې حال کې د سره صليب نړيوالې ادارې په افغانستان؛ بيا په ځانګړي ډول هلمند کې د جګړې له ښکېلو غاړو وغوښتل چې؛ د ملکيانو خونديتوب ته پام وکړي.

د دې ادارې وياند رفيع اله ستانکزي ازادۍ راډيو ته وويل چې؛ ادارې يې د جګړې له ښکېلو غاړو سره په همدې هدف خبرې پيل کړې دي.

د هلمند مدني ټولنه وايي، د دې ولايت له شمالي ولسواليو څه باندې څلورزره کورنۍ د جګړو له کبله بېځايه شوي چې؛ عاجلو مرستو ته اړتيا لري.

XS
SM
MD
LG