د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۷

"افغانستان لږترلږه په اوس وخت کې عراق نه دی"


ډېلي ټلګراف ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې په یو تحلیلي مطلب کې د افغانستان او عراق د شرایطو ورته والی څېړلی.

لیکوال په یوه مطلب کې چې سرلیک یې دی، "افغانستان لږترلږه په اوس وخت کې عراق نه دی" دا نظریه چې د افغانستان برخلیک به هم د عراق په څېر وي کړې.

د ډېلي ټلګراف د مطلب لیکوال په ټینګار سره لیکي چې؛ افغانستان عراق نه دی.

لیکوال زیاتوي، وسله والو طالبانو په روانه میاشت کې په هلمند کې حملې پیل کړې او بیا پوښتنه کوي، څارونکي چې هرڅه له یوبل سره مقایسه کوي ترڅو پورې به داسې فکر کوي چې؛ طالبان به هم د عراق د داعش ډلې په څېر خپل اسلامي امارت جوړ کړي.

د لیکوال په وینا، دا مقایسه منطقي نه ده، ځکه د عراق قضیه جلا ده. لیکوال زیاتوي عراق د منځني ختیځ اړوند سیمه ده چې؛ د اسراییلو او عربانو ترمینځ کړکېچ په کې دی؛ شیعه ګان او سنيان دښمنۍ په کې لري، د سوریې تشدد په یو ډول هلته هم سرایت کړی او صدراعظم یې یو بې اعتباره سیاستوال دی چې؛ فرقه یي نظریې لري.

خو برعکس افغانستان د آسیا په جنوب کې پروت هېواد دی او که څه هم د کشمیر د قضیې پرسر د هند او پاکستان دښمنۍ اغېز پرې کړی؛ خو حامدکرزی نوري المالکي نه دی؛ بلکې دی برعکس داسې یو شخصیت دی چې؛ هغه دښمنۍ یې کمې کړې، چې په اویایمه لسیزه کې یې لسګونه زره افغانان ووژل؛ خو د ډېلي ټلګراف مطلب یادونه کوي چې؛ افغانستان یوازې یوه ستونزه لري، ډېره ستره ستونزه چې د ۱۳۹۳ کال انتخابات دي.

ورځپاڼه لیکي، تمه کېده چې د ولسمشرۍ انتخابات به د افغانستان لپاره د امېد یوبل زیری راوړي؛ ډيپلوماټان او مرستندویان هیله من وو؛ چې په دې هېواد کې د واک لومړی ځل سوله ییز انتقال به ټول افغانان د داسې یوه واحد مشر پر شاوخوا متحد کړي چې؛ ټولو ته د منلو وړ وي.

ډیپلوماتان حتی په دې نظر وو، چې د ټولو د منلو وړ یو حکومت به حتی طالبان د کابل د حکومت اطاعت ته وهڅوي او نړیوال ځواکونه به وکولای شي چې؛ په مسوولیت سره له افغانستانه ووځي خو د لیکوال په نظر تراوسه دا نښې نښانې نه لیدل کېږي.

د ډېلي ټلګراف تحلیل زیاتوي، د انتخاباتو له لومړۍ دورې وروسته حالات لا کړکېچن شوي او د اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله ترمینځ د ولسمشرۍ د انتخاباتو دوهم پړاو له تورونو، د بدو نومونو له کارولو او ګواښونو ډک وو.

لیکوال زیاتوي چې له دې وروسته حالات نور هم جدي کېدای شي، حتی دا وېره شته چې د قومونو ترمینځ دښمني زیاته شي. ورځپاڼه وړاندې لیکي چې د عبدالله پلویانو د احمدزي د پلویانو په وړاندې د اعتراض غږ اوچت کړی او دا ترډېره هغه حالت ته ورته دی چې افغانستان د پخواني شوروي ځواکونو له وتلو وروسته ورسره لاس ګرېوان و.

د مطلب د لیکوال په وینا د انتخاباتو د دوهم پړاو د رایو شمېر وضعیت نورهم جدي کړ او عبدالله چې د انتخاباتو په لومړي پړاو کې یې ترټولو زیاتې رایې ګټلې وې؛ دا نه مني چې د ده سیال به تر ده زیاتې رایې ګټلي وي. ښاغلي عبدالله چې وايي، په انتخاباتو کې درغلي شوې، د انتخاباتو پروسه تحریم کړې ده.

په داسې حال کې چې د انتخاباتو کړکېچ په پراخېدو دی، د دواړو لوریو د پلویانو ترمینځ پر ټولنیزو شبکو او له هغې ډلې پر فیسبوک یوبل ته ناوړه شعارونه او تبصرې لیکل کېږي.

د ډېلي ټلګراف د مطلب لیکوال په پای کې لیکي، که روانې لانجې اوږدې شي له یوې خوا ښايي دا چانس له مینځه ولاړ شي چې د حامدکرزي ځای ناستی یوبل متحدونکی ولسمشر وي او له بلې خوا به د نړیوالو ځواکونو د ساده او مسوولانه وتلو په وړاندې ستونزې راولاړې شي.

XS
SM
MD
LG