د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۹

"له امریکايي سناتوران سره د اشرف غني او عبداله عبداله ملاقاتونه ګټور وو"


د افغانستان د جمهوري ریاست د دواړو د کاندیدانو انتخاباتي ټیمونه وايي چې له عبدالله عبدالله او اشراف غني احمدزي سره د دو امریکايي سناتوران ملاقاتونه ګټور وو.

دوی وايي دغه ملاقاتونه چې تېره ورځ ناوخته په کابل کې ترسره شول، ترډېره یې د خبرو اجنډا د افغانستان دانتخاباتو پرستونزې راڅرخېدله، چې دا لیدنه د یوه ستراتیژیک ملګري به توګه اغیزناکه و.

وروسته له هغې چې د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو ستونزه نورهم پیچلې او لاپسې اوږده شوه، دوو امریکايي سناتورانو افغانستان ته د سفر پرمهال، له کاندیدانوعبدالله عبدالله او اشراف غني احمدزي سره بېلابېلې کتنې درلودې.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو اوهمپالنې د ټیم ویاند فضل الرحمن اوریا د جمعې په ورځ ازادۍ راډیوته وویل چې؛ د عبدالله عبدالله او امریکايي سناتورانو جان مک کین او لینډزي ګراهام ترمنځ ملاقات ډېر ګټوراوهم اغیزناک وو:

"دا ملاقات ډېر ګټور او هم به ډېر اغیزناک وي او د دې ګټورتوب په دې کې دی؛ چې دواړو خواوو په دې توافق وکړ، چې درغلۍ شوې او د درغلیو پرضد باید په سټنډرډ ډول ګامونه پورته شي."

ښاغلي اوریا وویل، د تېرې ورځ په ملاقات کې له دوو امریکايي سناتور سربېره په کابل کې د امریکا سفیر جیمزکننګهم او په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جوزیف ډانفورډ هم حاضر وو.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ټیم، په داسې حال کې د درغلیو پرضد د سټنډرډ ډول د ګامونو د اوچتولو خبره کوي؛ چې تېره اونۍ د انتخاباتو کمیسیون اعلان وکړ چې؛ د نږدې ۱۹۳۰ محلونو رای به له سره تفتیش کیږي.

جمهوريت غوښتونکی امریکايي سناتور جان مککین او بل ارشد سناتور لېنډزي ګراهام تېره ورځ افغانستان ته په دې هدف راغلل؛ چې د جولای څلورمه چې د متحده ایالاتو د ازادۍ ورځ ده؛ په افغانستان کې له میشتو امریکايي سرتیرو سره ولمانځي.

جان مککین په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلي چې؛ د افغانستان د جمهوري ریاست له کاندیدانو اشراف غني احمدزي او عبدالله عبدالله سره یې ملاقاتونه ښه وو.

د اشراف غني احمدزي په مشرۍ د تحول او دوام ټیم هم له امریکايي سناتورانو سره د یوه ستراتیژیک ملګري په حیث د ښاغلي احمدزي لیدنه مهمه بولي.

د دې ټیم غړي عباس نویان ازادۍ راډیوته وویل؛ ښاغلي احمدزي له امریکايي سناتورانو سره په انتخاباتي لانجې او له هغه څخه د را ولاړوشویو ستونزو په اړه خبرې وکړې.

نویان وویل، اشراف غني احمدزي له امریکايي سناتورانو سره په خبرو کې په دې ټینګاروکړ؛ چې د جمهوري ریاست د انتخاباتو کرکیچ باید د افغانستان د اساسي قانون او نورو نافذه قوانینو په چوکاټ کې حل شي:

"د یوه سټراټیژیک ملګري په حیث دغه ملاقات مهم و؛ له هرڅه مهمه دا ده، چې افغانان باید د انتخاباتو په لانجې سره وغږیږو او خپل مشکلات په خپل منځ کې حل کړو؛ که داسې کیږي چې، هر وخت دې بهرنیان راشي او زموږ ستونزې دې حل کړي دا د افغانانو لپاره ښه نه ده؛ ډاکټر اشراف غني احمدزی چمتو دی؛ چې د افغانستان د نافذه قوانینو په رڼا کې له ډاکټر عبدالله عبدالله په مهمو ټکو خبرې وکړي."

بل خوا د عبدالله عبدالله انتخاباتي ټیم وايي؛ دوی هم حاضر دي، چې له ښاغلي اشراف غني احمدزي سره مخامخ وګوري او په دې اړه یوه تخنیکي ټیم کار پیل کړي؛ خو دا یې ونه ویل چې، دغه لیدنه به کله چېرته او د چا په حضور کې کیږي.

پخوا داسې راپورنه خپاره شوي وو، چې ټاکل شوې دغه لیدنه نن جمعه ترسره شي.

راپور:رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG