د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۴

پکتيا : ۸۴ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې


د پکتيا امنيتي چارواکي وايي چې، له څو ورځو راهيسې يې په ځينو سيمو کې د وسله والو پر ضد تصفيوي عمليات پيل کړي وو چې؛ تر دې مهاله يې ۵۱ وسله وال وژلي او تر ۳۰ زيات يې ژوبل کړي دي.

د پکتيا امنيه قومندان مل پاسوال زلمي اورياخېل له ازادۍ راډيو سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې؛ د پکتيا په بېلابېلو ولسواليو او سيمو کې يې د قوماندو؛ کشفي ارګانونو سره په همغږۍ تصفوي عمليات ترسره کړي دي.

نوموړي وويل، دوی لا هم خپلو عملياتو ته په ځينو ساحو کې پلان لري او د ترسره شويو عملياتو په ترڅ کې يې ګڼ شمېر وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده:

”موږ په پکتيا ځينو ساحو کې شريک عمليات درلودل؛ ايساف، قوماندو او واکنش قطعاتو سره يو ځای مو په يوه ورځ په سېدکرم کې تقريباً ۲۹ کسه وژلي؛ په همدې ورځ د احمدابا په وچ غړک او تاند غړک کې ۱۹ کسه يو ځای او درې کسه بل ځای او په څپړۍ ساحه کې او دوی ته په دې عملياتو کې زموږ د معلوماتو له مخې ګڼ نور زيان هم اوښتی چې ۳۳ کسان يې زخميان شوي دي او په همدې ورځ يو عراده موټر له درې کسانو سره په شاهي کوټ کې د هوا له لارې چې وسلې پکې بار وې وېشتل شوی او موټر ويجاړ شوی دی.“

ده دا هم وويل چې د دوی پوليسو ښې مسلکي زده کړې ترسره کړې چې په دې اساس د دوی لوري ته داسې خاص مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د ده په خبره چې په دې ولايت کې د نورو امنيتي او ملکي ادارو سره په همغږۍ به ورځ تر بلې د ولس په ملاتړ د امنيتي وضعيت ښه والي ته کار وکړي.

وسلوالو ته د دغې مرګ ژوبلې د اوښتو خبره په داسې حال کې کيږي چې ډېر افغان او بهرني وسلوال جنګيالي په دې وروستيو کې د وزيرستانونو د عملياتو په ترڅ کې سوېل ختيځ زون درې ولايتونو (خوست، پکتيا او پکتيکا) ته را اوښتي دي.

د دغه ور اوښتې مرګ ژوبلې په اړه لا هم وسلوالو طالبانو څه نه دي ويلي خو په ځينو ساحو کې د بريدونو په پايله کې يې خپل لوري ته اوښتې مرګ ژوبلې وخت پر وخت تاييد کړې دي.

راپور: داود تپان – پکتيا

XS
SM
MD
LG