د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۶

افغان او پاکستاني پوځي چارواکو پر امنيتي مسالو او دټرروېزم ضد مبارزې په اړه خبرې کړي


د افغانستان يوه اته کسيز جګپوړي پوځي پلاوي د پاکستان په پايتخت اسلام اباد کې د دې هېواد له يو شمېر پوځي چارواکيو سره کتلي او په امنيتي مسالو، سرحدي لانجو، ټرورېزم ضد مبارزې او د پاک - افغان پولې په اوږدو کې د وسله والو د مرکزونو په اړه يې ورسره خبرې کړي.

د پاکستاني پوځ د عامه اړيکيو د دفتر يا ISPR له خوا په يوې خپرې شوې خبرپاڼه کې ويل شوي؛ چې د افغانستان د ملي دفاع وزارت د عملياتي چارو د مشر جنرال افضل امان په مشرۍ د دې هېواد د ملي امنيت د شورا؛ د سرحدي ځواکونو او د پوځي استخباراتو د غړيو يوه ګډ پلاوي د پنجشنبې په ورځ؛ په راولپېنډۍ کې د پاکستاني پوځ په عمومي قومندانۍ کې د دې هېواد د عملياتي چارو د مشر په ګډون له ځينو پوځي چارواکيو سره کتلي او په يو شمېر مهمو موضوعاتو يې ورسره خبرې کړي.

افغان پوځي پلاوى پاکستان ته دا سفر تر هغې وروسته کوي؛ چې د جون په ٢٦مه نېټۀ د افغانستان د ملي امنيت د شورا د رييس ډاکټر رنګين دادفر سپنتا په مشرۍ يو جګپوړى افغان پلاوى اسلام اباد ته راغلى و او د پاکستان د صدراعظم په ګډون يې د دې هېواد د پوځ له لوى درستيز سره په کتنه کې د تروریزم ضد هڅو د سمون لپاره د یوې ګډې کمیټې پر جوړولو موافقه کړې وه.

دا پاکستان ته د دې کومېټې لومړى سفر و؛ چې په کې دواړو خواوو پر کډې پولې د امنيت ساتنې په مېکانېزم او د افغانستان په کونړ او نورستان کې د مېشتو پاکستانيو طالبانو د مرکزونو په اړه په تفصيل خبرې وشوې او په دې ټينګار وشو، چې دواړو لوري بايد د خپلمنځي اعتماد د لا پراختيا و پياوړتيا لپاره جدي اقدامات وکړي.

د ډاکټر رنګين دادفر سپتنا په مشرۍ افغان پلاوي پاکستان ته د خپل سفر پر مهال د دې هېواد له سياسي او پوځي مقاماتو سره په وزيرستان کې د روانو پوځي عملياتو په ګډون د دې هېواد له خوا د افغانستان پر ختيځ ولايت کونړ د توغنديو وېشتلو موضوع هم مطرح کړې وه.

افغان پوځي پلاوي هم له پاکستانه وغوښتل؛ چې پر کونړ دې د توغنديو ويشتلو لړۍ بنده کړي؛ خو پاکستاني پوځ يو ځل بيا ټينګار وکړ، چې دوی هغه وخت پر کونړ توغندي وروي؛ چې له دغې سيمې څخه پر پاکستانيو ځواکونو بريدونه کېږي.

دې پلاوى په داسې وخت کې پاکستان ته سفر کړى؛ چې د دې هېواد پوځ په شمالي وزيرستان کې د سخت دريځه وسله والو پرضد پراخ پوځي عمليات پيل کړي او ادعا کوي، چې دا عمليات په وزيرستان کې د پاکستانيو وسله والو په ګډون د القاعدې او حقاني شبکې د وسله والو پرضد هم دي.

د پاکستان پوځي مقامات وايي، چې دواړو خواوو دا ډول ملاقاتونو ګټور بللي؛ د دې لړۍ غځولو غوښتنه يې وکړه او ښايي دواړه کوميټې په نژدې راتلونکي کې د اعتماد جوړونې و ترورېزم ضد هڅو د سمون لپاره يو ځل بيا سره وګوري.

بلخوا د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې مېرمن تسنيم اسلم يو ځل بيا پر دې خبرې ټينګار کړى؛ چې پاکستان په افغانستان کې په وروستيو ترورېستي بريدونه کې هېڅ ډول لاس نه لري.

مېرمن اسلم په خپلې اوونيزې خبري غونډې کې ويلي؛ چې په شمالي وزيرستان کې مو د پوځي عملياتو تر پيلولو مخکې افغانستان ته پر ګډې پولې د سختو اقداماتو د اخستو ويلي وو او غوښتنه مو کړې وه، چې له وزيرستانه تښتېدونکي وسله وال بايد افغانستان ته له ننوتو منع کړاى شي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت دا څرګندونې تر هغې وروسته کړي، چې د افغانستان د ملي امنيت د شورا رييس او د دې هېواد د ملي امنيت مشر څو ورځې مخکې په کابل کې ويلي وو؛ چې په هلمند او په نورو ځایونو کې هغه تروریستان زموږ پرضد حملې کوي؛ چې له هغوی سره د پاکستان د استخباراتي ادارې ISI او ددې هېواد د ملېشو مرسته ده.

خو پاکستان د افغان دولت دا تورونه ردوي او وايي، چې دا هېواد د افغانستان په وروستيو ترورېستي پېښو کې هېڅ ډول لاس نه لري.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG