د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۱

د ټروريزم د ملاتړ د مخنيوي قانون افغانستان له تور ليسته ژغوري


په افغانستان کې د تروريزم سره د مرستې پر خلاف د مبارزې قانون به د هغه مالي مرستو چې د تروريزم د ملاتړ لپاره کيږي، مخه ونيسي.

له دې مخکې د پیسو د سپينولو قانون لاسليک شو چې دا دواړه قوانين به افغانستان د مالي معاملاتو د نړيوالې څارونکې ډلې له توره لسته وباسي.

له ازادي راډيو سره په خبرو کې د افغانستان بانک مرستيال خان افضل هډه وال وويل چې دا دواړه قوانين د افغانستان د مالي او اقتصادي نظام لپاره ډېر مهم دي.

ده زياته کړه چې دا هغه معيارونه دي چې په ټوله نړۍ کې مروج دي او هر هيواد چې غواړي خپل مالي نظام د نړۍ د نورو مالي نظامونو سره وتړي، بايد دغه معيارونه تطبيق کړي.

د نړيوالې ټولنې له خوا د افغانستان لپاره دوه اساسي شرطونه دا وو چې دا دوه قوانين بايد په پارلمان کې تصويب او د جمهور ريس له خوا لاسليک شي. د دې قانون له مخې، د افغانستان سوداګران کولی شي هر هيواد ته چې وغواړي صادرات او واردات وکړي. او سوداګران کولی شي د هغو هيوادونو څخه چې دوی مال ورڅخه واردوي او يا ورته صادرات کوي، خپل حساب تصفيه کړي.

که دا قوانين نه وای لاسليک شوي، افغانستان به له ځينې ستونزو سره مخامخ شوی وو لکه د مالي معاملاتو د نړيوالې څارونکې ډلې په تور لست کې د دغه هيواد نوم شاملېدل او د صادراتو او وارداتو په وخت کې له جدي ستونزو سره مخامخ کېدل.

XS
SM
MD
LG