د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ سلواغه ۱۴۰۰ کابل ۰۹:۱۹

هرات: په ګلران ولسوالۍ کې د ماین یوې چاودنې دوه ماشومان ووژل


د هرات ولایت په ګلران ولسوالۍ کې نن سهار د یوه ماین د چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي او اته تنه نور ټپیان دي.

د هرات د امنیه قومندانۍ د مطبوعاتو مسوول عبدالرووف احمدي ازادي راډیو ته وویل چې د درې ټپیانو وضعیت نازک دی.

نوموړي زیاته کړه چې؛ ماین د ماشومانو د لوبو په میدان کې ځای پرځای شوی و.

ښاغلي احمدي د دغې پیښې مسوولیت پر وسله والو طالبانو واچوه خو هغوی لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG