د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۷

یونیسف: د افغان ماشومانو د تلفاتو د زیاتې برخې مسوول وسله وال مخالفین دي


ملګروملتونو د افغانستان په روان کړکېچ کې ماشومانو ته د رسېدلو زیانونو پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې.

د ملګروملتونو یونیسف ادارې په خپل یوه نوي راپور کې ویلي چې په جګړه کې د افغان ماشومانو په تلفاتو کې زیاتوالی راغلی او پر ماشومانو د جګړې د منفي اغېزو، په اندېښنه کې دي.

د یونیسف ادارې چارواکي وايي، د افغان ماشومانو د تلفاتو د زیاتې برخې مسوول د حکومت د وسله والو مخالفین دي.

د ملګروملتونو اړونده یونیسف اداره وايي، چې په ۲۰۱۳ کال کې د افغان ماشومانو په مرګ ژوبله کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.

یونیسف یا د ملګرومتونو د ماشومانو وجهي صندوق په یوه بیان کې چې نن خپور شو د سرمنشي بانکي مون د وروستي راپور په حواله وايي، په ۲۰۱۳ کال کې د افغانستان په جګړه کې د ماشومانو مرګ ژوبله د ۲۰۱۲ کال په پرتله په سلو کې دېرش زیاته شوې ده.

په افغانستان کې د یونیسف اداره وايي، د افغان ماشومانو په مرګ ژوبله کې د افغانستان ټولې وسله والې ډلې ښکېلې دي خو د ډېرې برخې مسوول وسله والو مخالفین دي.

د ملګروملتونو له ارقامو سره سم په تېر ۲۰۱۳ کال کې د افغانستان په جګړو کې نژدې پنځه نیم سوه ماشومان وژل شوي او څه کم دولس سوه ټپیان دي چې د دې تلفاتو د زیاتې برخې عامل د سړک د غاړې ماینونه، ښخ شوي ماینونه او ناچاودي مهمات دي. یوه بله مسئله چې یونیسف اندېښنه پرې ښودلې، د جګړو لپاره له ماشومانو د کار اخیستو موارد دي.

د یونیسف د راپور له مخې په ۲۰۱۳ کال کې نژدې سل ماشومان په جګړو کې د ګډون لپاره استخدام شوي.

په کابل کې د یونیسف ویاند عبدالعزیز فروتن له ټولو وسله والو ډلو غواړي چې د جګړو پرمهال د ماشومانو د حقونو خوندیتوب په پام کې وساتي.

د ملګروملتونو په راپور کې یادونه شوې چې ښوونځي او روغتیايي مرکزونه په مستقیم او غیرمستقم ډول په وسله والو حملو کې پرله پسې په نښه شوي چې په نتیجه کې یې عمدتا د افغانستان په جنوب کې څه کم پنځه نیم سوه ښوونځي او یولک او پنځلس زره ماشومان اغېزمن شوي دي.

همداراز د یونیسف بیان وايي چې له شپېتو زیات ښوونکي او صحي کارکوونکي په تېرکال کې مړه او ټپیان شوي او یا تښتول شوي او ګواښ ورته شوی.

XS
SM
MD
LG