د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۴

عمرخیل: ایران له امریکا سره د دښمنۍ غچ له افغانانو اخلي


یو شمېرسیاسي څیړونکي او د ولسي جرګې غړي له حکومته غواړي، چې په افغانستان کې د ایران د لاسوهنې او تخریبي کړنو په اړه باید چوپه خوله پاته نه شي.

دوی وایي، چې ایران له څو کلونو راهیسې د افغانستان په جنوبي او لویدیځو ولایتونو کې تخریبي فعالیتونه کوي او خپل اهداف تعقیبوي.

دغه غوښتنه په داسې حال کې کیږي، چې د ملي امنیت سرپرست رحمت الله نبیل تیره ورځ په ولسي جرګه کې وویل، چې د ایران سپاه پاسدارن د هلمند په وروستیو ناامنیو کې لاس لري.

د سیاسي چارو څیړونکي وایي، چې ایران د افغانستان د بې ثباته کیدو لپاره منظم پلانونه لري او غوښتنه کوي، چې افغان حکومت باید په دې برخه کې اقدام وکړي.

دوی وایي، چې د ولسمشرحامد کرزي په ګډون اکثره افغان چارواکي تل پرپاکستان انتقاد کوي، چې افغانستان ته تروریستان را لیږي، خو زیاتوي، چې ایران هم د پاکستان په څیر د افغانستان د خرابیدو هڅې کوي.

د ایران د چارو یو افغان څیړونکی میرویس عمر خیل وایي، چې ایران له امریکا سره د خپلو مخالفتونو تګ لاره د افغانستان له لارې مخ ته بیایي او له امریکایانو سره د دښمنۍ غچ له افغانانو اخلي.

ښاغلي عمرخیل د پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې د ایران سپاه پاسداران او قدس وسله واله ډله د افغانستان په جنوبي او لویدیځو سیمو کې د ترهګرو ملاتړ کوي او په ډيرو حملو کې لاس لري:

″د دوی یوازنی هدف دا دی، چې څنګه امریکا او نړېوالې ټولنې ته په افغانستان کې ستونزې جوړې کړي، دوی نور اهداف هم لري، چې هغه مذهبي او کلتوري اهداف دي، د دې اهدافو لپاره دوی تل کوښښ کوي، چې افغانستان کې مشکلات وي، سپاه پاسداران په منظم ډول له ترهګرو سره مرسته کوي، وسلې ورکوي، د ترهګرو د روزنې لپاره کمپونه لري، امنیتي ارګانونه لکه څنګه چې د پاکستان په وړاندې دریځ لري، باید د ایران په وړاندې هم دریځ روښانه کړي.″

د افغانستان د ملي امنیت سرپرست رحمت الله نبیل د چهارشنبې په ورځ د ولسي جرګې په غونډه کې وویل، چې د هلمند او یو شمېرنورو سیمو په ناامنیو کې د پاکستان د استخباراتو سربیره د ایران سپاه پاسداران هم لاس لري.

په هلمند کې سیمه ییزو امنیتي چارواکوهم په دې وروستیو کې رسنیو ته ویلي، چې له مخالفینو نه یې ایرانۍ وسلې او چاودیدونکي مواد ترلاسه کړي دي.

په ولسي جرګه کې د کندهار استازی محمد نعیم حمیدزی لالی بیا وایی، چې ایران په افغانستان کې منظمې تروریستي ډلې جوړې کړي او ملاتړ ېې کوي:

″دا اوس چې په فراه کې کوم وسله والو جنګیږي، اتیا فیصده یې د ایران په وسلو او ملاتړ جنګیږي، په نیمروز کې، چې جنګیږي، په هرات کې، چې جنګیږي او همدا رنګه همدا اوس هلمند کې دیرش فیصده جنګیالي د ایران دي، ایران او پاکستان دواړه د افغانستان د جګړې لپاره سره یو شوي دي.″

په ولسي جرګه کې د ارزګان د خلکو استازی عبیدالله بارکزۍ هم په جنوبي سیمو کې د ایران لاسوهنه او تخریبي فعالیتونه تائیدوي او وایي، چې هدف یې هغه اوبه دي، چې له افغانستانه ایران ته ورځي.

ښاغلی بارکزي ازادۍ راډیو ته وویل، چې ایرن د افغانستان له اوبو نه له ټاکل شوې اندازې نه زیاته ګټه اخلي او ناامنیو ته ددې لپاره لمن وهي، چې افغانان اوبه ترې را ونه ګرځوي:

″د افغانستان هغه ټولې اوبه، چې بې قیمته بې عوضه ایران ته تویېږي، د ایران یو هدف د افغانستان په بې ثباته کیدو کې همدا دی.″

غوښتل مو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نظر وپوښتو، چې په افغانستان کې د ایران د لاسوهنو او په هلمند کې د سپاه پاسداران د تخریبي فعالیتونو د مخنیوي لپاره کوم پلان لري او که نه؟

خو ددې وزارت ویاند شکیب مستغني د ژمنې خلاف په دې اړه خبرې کولو ته حاضر نه شو.

په همدې حال کې ځينې څيړونکي وایي، چې ایران په افغانستان کې ځينې پلویان لري، افغان حکومت ته پیسې ورکوي او هیڅ چارواکی په آسانه دې ته زړه نه ښه کوي، چې د ایران په ضد څه ووایي.

راپور: اسدالله ″لودین″ - کابل

XS
SM
MD
LG