د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۹

انتخاباتي ټیمونه: د احمدزي او عبدالله د کیدونکو خبرو اجنډا انتخاباتي مسایل دي


د اشرف غني احمدزي اوعبدالله عبدالله انتخاباتي ټیمونه وایي، چې د دواړو کاندیدانو ترمنځ د کیدونکو مخامخ خبرو اجنډا به روانو انتخاباتي شخړو ته حل لاره پیدا کول وي.

د تحول او تداوم او د اصلاحاتو او همپالنې انتخاباتي ټیمونه وایي، چې لاتر اوسه د ډاکټر احمدزي او ډاکټرعبدالله ترمنځ د دې خبرو وخت نه دی معلوم شوی.

د دواړو انتخاباتي ټیمونوغړي تاییدوي چې؛ د عبدالله او احمدزي ترمنځ د کیدونکو خبرو اترو زمینه د جمهور رییس کرزي لومړي مرستیال محمد یونس قانوني برابره کړې.

په افغانستان کې انتخاباتي شخړو او ناندریو بالآخره د جمهوري ریاست دواړه کاندیدان مخامخ خبرو او د دې ستونزې د حل لپاره د یوې مناسبې حل لارې موندلو ته وهڅول.

سره له دې چې دواړه انتخاباتي ټیمونه وایي، چې لا تر اوسه د اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله ترمنځ د مخامخ خبرو دقیق وخت او اجنډا نه ده معلومه خو تاییدوي چې د دواړو د خبرو اصلي تمرکز به پرانتخاباتي لانجې وي.

د تحول او تداوم د انتخاباتي ټیم یوه غړي طاهر زهیر د پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، د رامنځ ته شوې انتخاباتي شخړې د حل لپاره سیاسي خبرې اترې کولای شي اغیزمنې وي:

"د دې غونډې جوړیدل ښه دي خو د انتخاباتو پر حقوقي او تخنیکي اړخ به اغیزې ونه لري ځکه چې دا انتخاباتي کمیسیونونو پورې مربوطه موضوع ده.

خو د سیاسي مسایلو په اړه بحثونه پرپیدا شوې ستونزې هم اغیزې لرلای شي."

ډاکټر احمدزي او ډاکټرعبدالله به په داسې حال کې سره مخامخ خبرې کوي چې د جمهوري ریاست له دویم دور انتخاباتو نه وروسته عبدالله عبدالله له انتخاباتي کمیسیونونو سره اړیکې ځنډولې او انتخاباتي پروسه له خنډ سره مخامخ شوې.

د تحول او تداوم او د اصلاحاتو او همپالنې انتخاباتي ټیمونو تایید کړه چې؛ د ډاکټر عبدالله او ډاکټر احمدزي ترمنځ د کیدونکو مخامخ خبرو زمینه د ولسمشر کرزي لومړي مرستیال محمد یونس قانوني برابره کړې.

په عین حال کې د اشرف غني احمدزي د انتخاباتي ټیم ویاند ښاغلي زهیر هغه اوازې هم رد کړې چې ممکن دواړه کاندیدان کومې سیاسي معاملې ته سره ورسیږي.

ده وویل، چې اشرف غني احمدزي له مخکې نه داسې دولت رد کړی چې ایتلافي یا د ده په خبره سهامي شرکت ته ورته وي خو پر ملي مشارکت یې ټینګار کړی.

په ورته وخت کې د اصلاحاتو او همپالنې د انتخاباتي ټیم ویاند مجیب الرحمان رحیمي هم د ډاکټر احمدزي او ډاکټرعبدالله ترمنځ کیدونکې غونډه کې د سیاسي معاملې او ایتلاف خبرې ردوي:

"نه تر اوسه داسې کومه خبره نه ده شوې، خبرې به په انتخاباتو کې د درغلیو او له پاکو رایو نه د نا پاکورایو پر بیلولو را ټولې وي.

د معاملې او ایتلاف بحث تر اوسه هیڅ مطرح نه ده خو هر اقدام چې وکولای شي له موږ سره د بحران په مخنیوي او د ستونزې په حل کې مرسته وکړي زموږ او د افغانستان د خلکو له خوا به ورته هرکلی وویل شي."

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د څیړونکو په خبره په دې وروستیو دوه یا دریو ورځو کې دواړو انتخاباتي ټیمونو د یو بل پر وړاندې خپل دریځونه یوڅه نرم کړي.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ټیم ویلي چې؛ د روانې انتخاباتي شخړې د حل لپاره یې ځیني وړاندیزونه د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د تحول او تداوم ټیم ته وړاندې کړي.

اشرف غني احمدزي د دې وړاندیزونو په اړه څه نه دي ویلي، خو تیره شپه یې په یوه خبري کنفرانس کې یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې له سیاسي مشارکت سره مخالف نه دی خو هیڅکله به له دولت نه سهامي شرکت جوړ نه کړي.

راپور:نسیم شفق

XS
SM
MD
LG