د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۳۱ چنګاښ ۱۳۹۸ کابل ۰۶:۵۶

په ننګرهار کې د غصب لړۍ تر ښوونځيو ورسیده


د جلال اباد ښارد څلورمې ناحیه اړوند د مجبوراباد د سیمې اوسیدونکي وايي، یو شمېر زورواکانو د مجبوراباد ليسې ساحه غصب کړې او دننه د ليسې په انګړ کې ځینو زورواکانو پخوا کورونه کړي او ځینو د تېرې یوې اونۍ په اوږدو کې د ودانیو د جوړولو هڅې پيل کړي، چې د سیمي د خلکو يې دیوالونه ونړول.

دوی وايي، يو شمېرخلکو د پخواني ښاروال په وخت کې د دې ليسې په شاوخوا دوه نیم جریبه ځمکه باندې کورونه جوړ کړل، چې وروسته د وخت د څارنوال له خوا پرې حکم هم وشو، چې دا ځمکه غصب شوې او باید تخلیه شي، ولې هیچا يي پرې اقدام ونه کړ.

دوی وايي، د دې ليسې يوه بله څنډه پاتې وه، چې یوه اونۍ مخکې یو شمېر نورو ځورواکو دننه په لیسې کې د ودانیو د جوړیدو هڅې پيل کړي، چې د سیمې خلکو يي مخه ونیوله:

"امین الله یم د مجبوراباد د ځوانانو شورا غړی، زموږ د مجبوراباد لیسې شاوخوا دوه نیم جریبه ځمکه د پخواني ښاروال په وخت کې توزیع شوه، بیا لوی څارنوال ثابت راغلی خپله ساحه يي ولیده، احکام يي ورکړ، چې دا کورونه د لیسې په ساحه کې جوړ شوي باید تخلیه شي، خو چا عملي نه کړ بیا دا یوه اونۍ کیږي، چې اوس نور راغلي دي دلته يي دیوال وکړ دا خلک راووتل دا دیوال يي وران کړ، دوی سره د ښاروالۍ انجنیران هم راغلي وو، چې نقشه ورته واچوي.″

″زما نوم حزب الله دې د لیسې یو تن زده کوونکی د دې لیسې ساحه څه د پاسه یوولس زره متره مربع وه، نوره ټوله غصب شوې ده ډيره کمه پاتې ده اوس موږ شارګردان په نه ځاییږو ډير تنګ تنګ ناست يو او د مجبوریته درې وخته درس په کې ویل کیږي ولې اوس هم یوه څنډه، چې پاتې وه هغه هم غصب شوه.″

″زه د دې لیسې زده کوونکی یم، دلته زموږ خویندې هم راځي درس وايي، د لیسې دیوال نشته کورونه په کې جوړ شوي دي انجونې بې ستره دي د معارف ریاست سره زموږ غم نه خوري"

د دې سیمې وکیل ګذرمعروف خان، چې د لیسې اسناد ورسره په لاس کې وو، ازادۍ راډيو ته وویل، چې په قانوني اسنادو کې د دې ليسې څه باندې یوولس زره متره مربع ځمکه د مجبوراباد ليسې لپاره د خلکو له خوا معارف ته ورکړل شوې وه، ولې اوس يي له نيمايي هم کمه پاتې ده، دی د غاصبینو سره د معارف ریاست او ښاروالۍ شریکه بولي:

"کله،چې دا سیمه توزیع کیدله موږ دغو خلکو څه د پاسه یولس زره مترمربع ځمکه لیسې ته ځانګړې کړه هرڅه اسناد راسره په لاس دي، بیا دلته څه ځمکه غصب شوه او چارواکو ورته اسناد جوړ کړل اوس بیا په دې بله څنډه کې یوه چا دعوه کړې د ښاروالۍ انجینران ورسره راغلل او توزیع شروع کړه دا د لیسې ساحه ده"

د ننګرهار د معارف رييس علادات اسماعیل زی هم دا تاييدوي، چې یوه شخص په یاده سیمه کې د ودانۍ چارې پيل کړي، خو نوموړی وايي دوی ته ښآروالۍ تر اوسه د مجبوراباد ليسې لپاره داسې نقشه نه وه ورکړې،چې څلور خواوې دې ترې معلومې شي،دی وايي کله،چې دا ستونزه راولاړه شوه،د ولایت احکام پرې اخیستل شوي،په لاس لیکلې نقشه يي دوی ته سپارلې ده،چې په دې نقشه کې د لیسې اووه سوه متره مربع ده:

"ماته معلومه ده،چې دا ځمکه د ښاروالۍ لخوا نه ده توزیع شوې خلکو نیولې ده،همداسې د لیسې ساحه هم په خپل سر نیول شوې ده،موږ ته ددې لیسې حدود نه دې معلوم شي،ښاروالۍ ته،چې موږ اسطلامونه کړي هغوی وايي دا ځمکه ښاروالۍ نه ده توزیع کړي او هر سړی راغلی دی نو دا ستونزه موجوده ده"

دا،چې د سیمې د خلکو په خبره د غاصبینو سره د ښاروالۍ انجنیران هم موجود وو،چې د سیمې نقشه يي ورته اچوله په دې اړه د ښاروالۍ د مسولینو نظر ولرو،د ښاروال معاون انجنير حکيم په دې برخه کې د مرکې له کولو ډډه وکړه.

خو د سیمې خلک وايي د معارف ریاست تر اوسه ددې ليسې د احاطه دیوال نه دی کړی او نجونو لپاره ستونزه منه ده،چې د خلکو د کورونو په خواکې زده کړو ته ادامه ورکړي،خو د معارف مسولین وايي،کله،چې ورته د ښاروالۍ لخوا په رسمي توګه د لیسې ساحه تثبیت کړي دوی به يي چاردیوالي وکړي.

اوس د مجبور اباد ليسه یوه ودانۍ لري او شاوخوا د کورونو دروازې ددې لیسې په لور خلاصې دي،په داسې حال کې د زیات تعداد له وجه په دې لیسې کې درې وخته زده کوونکي درس وايي.

ننګرهار ـ شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG