د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۱۰:۳۵

یوناما: دواړو کاندیدانو د نړېوالې ټولنې له استازو سره خپلې اندیښنې شریکې کړې


په افغانستان کې د ملګرو ملتو د ملکي مرستو دفتر [یوناما] وايي، چې ولسمشرۍ دواړو کاندیدانو پرون په افغانستان کې د نړېوالې ټولنې د استازو سره وکتل او پرخپلو اندیښنو یې خبرې وکړې.

په کابل کې د یوناما ویاند نظیف الله سالارزي نن ازادۍ راډیو ته وویل چې؛ د ولسمشرۍ دواړو کاندیدانو د امریکا او د اروپايي اتحادیې د یو شمېرغړو هېوادو له سفیرانو سره جلا – جلا کتلي.

سالارزي د دوي د خبرو جزیات نه دي څرګند کړي خو وايي، چې د یوناما هدف دا وو، چې کاندیدان اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله په کابل کې د نړېوالې ټولنې له استازو سره د جمهوري ریاست د انتخاباتو په ارتباط د خپلو نظرونو د شریکولو او بحث موقع پيدا کړي:

″په دې ناسته کې دواړو اړخونو وکولای شو چې د ټولټاکنو په ارتباط خپل نظریات تبادله کړي.″

تردې مخکې په افغانستان کې د یوناما مشریان کوبیش د جمهوري ریاست له کاندیدانو سره وکتل او په دې ارتباط د موجودو ستونزو په اړه یې خبرې ورسره وکړي.

سالارزی وایي، چې ملګري ملتونه په افغانستان کې د انتخاباتو په څير د هغو ټولو ملي سیاسي بهیرونو ملاتړ کوي چې د افغانانو په مشرۍ او مدیریت ترسره کیږي.

د یوناما ویاند وویل، چې دوي په افغانستان کې د انتخاباتو له پروسې سره یوازې تخنیکي همکاري کوي خو په دې شرط چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسون غوښتنه ورڅخه وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې له پخواني مهالویش سره سم، د انتخاباتو خپلواک کمیسون باید نن چهارشنبې د جمهوري ریاست د انتخاباتو لومړي نتایج اعلان کړی وای.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسون مشر نن وویل، چې دا کاریې تر را روانې دوشنبې شاته کړی دی.

XS
SM
MD
LG