د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۴:۱۰

افغانستان

یوه امنیتي سرچینه: د هلمند په جګړه ۵۹ پاکستاني وسله وال وژل شوي

د هلمند په روانه جګړه ۵۹ پاکستاني وسله وال د افغان ځواکونو له خوا وژل شوي دي.

یوې امنیتي سرچیني چې نه غوښتل نوم واخستل شي ازادۍ راډیو ته وویل، د یادو وسله والو جسدونه د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته انتقال شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې؛ د افغانستان د ملي امنیت شوار رییس رنګین دادفر سپنتا دوشنبې په ورځ کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د هلمند په جګړه کې د پاکستاني ملیشو شتون یوه ښکاره خبر ده.

ښاغلي سپنتا وویل، چې پاکستان باید د تروریزم پرضد عملیاتو ته په جدیت سره ادامه ورکړې او په دې برخه کې د عملي ګامونو په پورته کولو سره د افغانستان د حکومت ملاتړ راجلب کړي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

افغانستان: د روان کال لومړیو ۳ میاشتو کې ۱۸۴۰۰ کورنۍبې ځایه شوي

ارشیف، یو شمېر بې ځایه شوي افغان کډوال

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د روان لمریز کال په لومړیو درېیو میاشتو کې ۱۸۴۰۰ کورنۍ له خپلو مېنو بې ځایه شوي دي.

د دغه وزارت یوه ویاند عبدالباسط انصاري نن شنبه (د غبرګولي ۲۹مه) ازادي راډیو ته وویل، دغه شمېر کورنۍ شااو خوا ۱۲۸۸۰۰ کسان کېږي: "سږکال ۱۸۴۰۰ کورنۍ بې ځایه شوي دي. که پر ۷ ضرب کړو، شمېر یې ۱۲۸۰۰ کسان کېږي. دوی د جګړو او ناامنیو له کبله په بېلابېلو ولایتونو لکه کندهار، هلمند، فراه، کندز، لغمان، بغلان او ځینو نورو ولایتونو کې بې ځایه شوي دي."

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د ډېرو کورنیو د بې ځایه کېدو علت په افغانستان کې د ناامنیو زیاتېدل ګڼي.

دغه وزارت وايي، تېر لمریز کال په افغانستان کې ۹۲،۰۰۰ کورنۍ د جګړو او نورو ستونزو له کبله بې ځایه شوې وې.

ستر جنرال بسم الله محمدي د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست شو

ستر جنرال بسم الله محمدي

ستر جنرال بسم الله محمدي د افغانستان د دفاع وزارت د سرپرست په توګه وټاکل شو.

د افغانستان د چارو ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي چې ډګر جنرال ولي محمد احمدزی د محمد یاسین ضیا پرځای د لوی درستیز په توګه ټاکل شوی دی.

تردې مخکې اسد الله خالد د دفاع وزیر په توګه دنده ترسره کوله چې یو څه موده یې چارې محمد یاسین ضیا سمبالولې.

بل خوا د کندز والي عبدالستار میرزکوال، د حیات الله حیات پرځای، د کورنیو چارو وزارت د سرپرست په توګه ګمارل شوی دی.

ښاغلی حیات د کلیو پراختیا وزارت د سرپرست په توګه ګمارل شوی دی.

دا تازه ګمارنې داسې وخت کېږي چې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د جګړو شدت زیات شوی دی.

غور چارواکي: په لعل او سرجنګل ولسوالۍ کې ۲ ولسي پاڅونوال وژل شوي

د افغانستان په نقشه کې د غور ولایت

د غور ولایت د لعل او سرجنګل ولسوالۍ سرپرست وايي، د دې ولسوالۍ پر ځینو برخو د وسله والو طالبانو په حمله کې دوه ولسي پاڅونوال وژل شوي دي.

علي فایق ازادي راډیو ته وویل، دغه حمله چې پرون جمعه(د غبرګولي ۲۸مه) ماسپښین پیل شوې وه، تر شپې روانه وه او په نتیجه کې یې بل پاڅونوال ټپي شوی دی.

بل خوا د پروان امنیه قومانداني وايي، په شینواري او سیاه ګرد ولسوالیو کې تېره شپه پر څو پوستو د وسله والو طالبانو په حمله کې دوه پوځیان وژل شوي دي.

د پروان امنیه قوماندان عبدالرؤوف ارزګاني ازادۍ راډیو ته وویل، وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو ده یې دقیق شمېر په ډاګه نه کړ.

په وروستیو ورځو کې وسله والو طالبانو د شینواري ولسوالۍ پر دره نمک اب سیمه ولکه ټینګه کړې ده.

همداراز د کونړ امنیه قوماندان وايي، په شلتن او غازي اباد ولسوالیو کې تېره شپه د وسله والو طالبانو ډله ییز بریدونه په شا تمبول شوي چې په نتیجه کې یې ۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

سمونوال محمد یوسف مظلومیار د افغان امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل.

هلمند چارواکي: د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۵۹ طالبان وژل شوي

هلمند کې د افغان امنیتي ځواکونو ځانګړي عملیات

د هلمند د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر ادعا کوي، په ګرشک ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو په تصفیوي عملیاتو کې ۵۹ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

په دې اعلامیه کې چې نن شنبه (د غبرګولي ۲۹مه) خپره شوې راغلي چې په دغو عملیاتو کې ځینې وسایط او مهمات هم تخریب شوي دي.

هاخوا د ننګرهار ولایت مطبوعاتي وايي، په هسکه مېنه او خوګیاڼو ولسوالیو کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۲ پاکستاني اتباعو په ګډون ۱۵ وسله وال وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.

په اعلامیه کې چې نن خپره شوې ویل شوي چې ملکیانو او امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.

ننګرهار چارواکي: سره رود ولسوالۍ کې ۸ طالبان وژل شوي

ننګرهار کې امنیتي ځواکونه د عملیاتو پر مهال

د ننګرهار چارواکي د دغه ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د دوه افغان ځواکونو او ۸ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د ننګرهار مطبوعاتي دفتر ازادي راډیو ته په را استول شوېو معلوماتو کې ویلي چې د ننګرهار سره رود ولسوالۍ شمشپور سیمه کې د غازي بابا پوستو کې د مېشتو امنیتي ځواکونو په ځوابیه برید کې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي او ۴ نور ټپيان دي.

د معلوماتو له مخې، همدا راز د مخالفینو وسلې او مهمات هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

د ننګرهار مطبوعاتي دفتر وایي، په یاده نښته کې دوه سرتیري هم وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو دغلته د ۲ امنیتي پوستو د نیولو، ۴ افغان ځواکونو د وژلو، ۴ افغان ځواکونو د ټپي کېدو او ګڼو وسلو او مهماتو د نیولو ادعا کړې ده.

کونړ چارواکي: شلتن او غازي اباد کې د طالبانو بریدونه په شا شوي

کونړ کې امنیتي ځواکونه د عملیاتو پر مهال

په کونړ کې امنیتي مسوولین وايي، په شلتن او غازي اباد ولسوالیو کې يې د وسله والو طالبانو ډله ییزو بریدونه په شا تمبولي او یو شمېر کسانو ته يې مرګ ژوبله هم اړولې ده.

د کونړ امنیه قوماندان سمونوال محمد یوسف مظلوم یار د شنبې په ورځ (د غبرګولي په ۲۹مه) ازادي راډیو ته په غازي اباد او شلتن ولسوالیو کې د تېرې شپې جګړې په اړه وویل: "تېره شپه دښمن د غازي اباد ولسوالۍ کې ډله ییز بریدونه پلان کړي وو چې هلته ورته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده او همدا راز يې په شلتن ولسوالۍ کې هم غټ برید کړی و چې حمله يي په شا تمبول شوې او په کې ۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده."

قوماندان وايي، تېره ورځ هم په غازي اباد کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتې شوې وې چې په کې له لسو زیاتو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

تر اوسه وسله والو طالبانو په شلتن او غازي اباد کې د شوېو جګړو او د حکومت د ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.

خوست کې د ځنغوزيو او چهارمغزو ۳۶۰ کورني قوریې جوړ شوي

د جلغوزيو او چهارمغزو قوریې

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، په خوست ولایت کې د طبیعې ځنګلونو د خوندي کولو او بیارغولو په پار د جلغوزيو او چهارمغزو ۳۶۰ کورنۍ قوریې جوړې شوي دي.

د دې وزارت له لوري په خپره شوي خبرپاڼه کې راغلي دي چې یادې قوریې د خوست په موسی خېلو، ځاځي میدان، تڼي، سپېره او شمل دومنده ولسوالیو کې جوړې شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي چې په دې پروژه ۶۵ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی.

د اعلامیې د معلوماتو له مخې په دې قوریو کې ۲ میلیونه نیالګي د درې کالو په موده کې روزل کېږي او وروسته په یادو شوېو ولسوالیو کې ځنګلونو ته انتقالېږي چې ۲۷۰۰ هکتاره ځمکه تر پوښښ لاندې راولي.

افغانستان: تېرو ۶ میاشتو کې د اوبو رسولو ۱۰۰ پروژې بشپړې شوي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د افغانستان د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې د اوبو رسولو ۱۰۰ پروژې بشپړې شوي دي.

د دې وزارت ویاند فریدون اژند نن شنبه(د غبرګولي ۲۹مه) ازادي راډيو ته وویل، دا پروژې د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې د ۳۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې شوي دي.

دی وايي چې د دې پروژو په بشپړېدو سره په ۲۵ ولایتونو کې له ۲۵ زره زیاتو کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه ورسېږي.

په دې کې ۶۷ يې د سولر په وسیله د پاکو اوبو رسولو دغه شان ۵۹ د پاکو اوبو د ژورو څاه ګانو او ۴۲ د اوبو د ذخیره کولو پروژې شاملې دي.

قطر: د افغان سولې په برخه کې د پام وړ پرمختګ نه وینو 

د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان

د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان وایي، هېواد یې د افغان سولې په برخه کې د پام وړ پرمختګ نه ویني.

د رویټرز اژانس په وینا، عبدالرحمان د جمعې په ورځ په یوه بیان کې وویل، هدف دا دی چې د افغانستان حکومت او طالبان اوربند وکړي او د افغانستان د راتلونکې په اړه یوې اجماع ته ورسېږي.

د دې سربېره چې په پلازمېنه دوحه کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو شااوخوا نهه میاشتې تیریږي پر اوربند موافقه نه ده شوې.

د دواړو خواوو د تماس ډلو تېره سې شنبې د راتلونکو غونډو د چمتوالي لپاره په دوحه کې سره وکتل.

قریشي: پاکستان هېڅکله د افغانستان د ستونزې پوځي حل نه غواړي

آرشیف، د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله (ښی) د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وایي چې هېواد یې افغانستان کې د سولې او ثبات ملاتړ کوي.

قریشي د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره د لیدو پر مهال ویلي، پاکستان هېڅکله د افغانستان د ستونزې پوځي حل نه غواړي.

د ملي مصالحې عالي شورا په خبرپاڼه کې راغلي چې عبدالله او قریشي پرون جمعه (د غبرګولي ۲۸مه) په ترکیه کې 'د انتالیا دیپلوماسي فورم' په څنډه کې سره کتلي دي.

ښاغلي عبدالله په همدې لیدنه او دغه راز اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس سره یوې مرکه کې د افغانستان د ستونزې په هواري کې د ګاونډیو، سیمه ییزو او نړیوالو هېوادونو ونډه مهمه وبلله: "د سیمې ټول هېوادونه اوس وایي چې ارام افغانستان، افغانستان کې ثبات او د دغه هېواد تلپاتې والی یې ګډې ګټې دي. ګډې ګټې ترلاسه کېږي، د سیمې او ګاونډ هېوادونو دا خبره کړې، خو دا چې دا خبرې په واقعیت بدلې شي، ګډو هڅو ته اړتیا ده."

ښاغلي عبدالله دغه راز اندېښنه ښودلې چې طالبان د افغانستان د ستونزې سیاسي حل لارې ته لېوالتیا نه لري.

خو د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ازادي راډيو ته ویلي، دوی تل د خبرو له لارې د ستونزو په هواري ټینګار کوي.

جرمني هغو افغانانو ته ویزې ورکوي چې دوی سره یې کار کړی وي

د جرمني د کورنیو چارو وزیر هارست سیهوفر

د جرمني د کورنیو چارو وزیر وایي، هغه سلګونه افغانان ور غواړي چې له ۲۰۱۳ میلادي کال راهیسې یې د دوی له ځواکونو سره افغانستان کې کار کړی دی.

پخوا تر دې جرمنې ویلي و، یوازې هغه افغانان باسي چې تېرو دوو کلونو کې یې له دوی سره کار کړی دی.

رویټرز خبري اژانس د جرمني د کورنیو چارو وزیر هارست سیهوفر په حواله ویلي، له نوي پلان سره هر هغه افغان جرمني ته ورتلی شي چې تېرو اتو کلونو کې يې د دوی له ماموریت سره کار کړی وي.

د ناټو بل غړي لېتوانیا هم پرون جمعه(د غبرګولي ۲۸مه) وویل، هغو لسګونه افغان ژباړونکو ته پناه ورکوي چې د دوی له وسله وال پوځ سره یې کار کړی دی.

پخوا تردې د ناټو یو شمېر نورو هېوادونو له هغې ډلې بریتانیا او امریکا هم د خپلو افغان کار کوونکو د ایستلو خبره کړې ده.

کابل کې د یوې وسله‌والې نښتې له کبله ۲ تنه ووژل شول

ارشیف، کابل کې یو شمېر پولیس

د کابل امنیه قوماندانۍ وايي په کابل کې د وسله‌والې نښتې له کبله لږترلږه ۲ کسان وژل شوي دي.

دغې قوماندانۍ نن په یوه اعلامیه کې ویلي، پېښه ماسپښین د کابل ښار دهمزنګ سیمې د برېښنا شرکت مخې ته شوې او ۲ کسان په دې منځ کې ټپیان شوي دي.

اعلامیه وايي، یوه پوځي تن چې په دې نښته کې دخیل و، تر نیول کېدو وروسته ادعا کړې، پر دغو کسانو یې ځکه ډزې کړي چې غوښتل یې د ده وسله او پیسې غلا کړي.

پولیسو څېړنې پیل کړې دي.

چارواکي: پچیراګام کې د پاکستاني اتباعو په ګډون ۳۵ وسله‌وال طالبان ووژل شول

ارشیف، ننګرهار کې د افغان ځواکونو عملیات

د ننګرهار مطبوعاتي دفتر وايي، په پچیراګام ولسوالۍ کې د پاکستاني اتباعو په ګډون ۳۵ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

دغه دفتر نن رسنیو ته ویلي، په وژل شویو کې د وسله‌والو ۲ تنه سرګروپان هم شامل دي او ۶ نور ټپیان دي.

د ننګرهار مطبوعاتي دفتر نن تر دې مخکې په جلا اعلامیه کې ویلي، د رحمت‌الله په نوم بل پاکستانی وګړی چې په هسکه مېنه ولسوالۍ کې له ولسي پاڅونوالو سره په وسله‌واله نښته کې وژل شوی و، پاکستان ته د لېږد لپاره د سرې میاشتې رضاکارانو ته وسپارل شو.

وسله‌والو طالبانو د دغو موضوعاتو په اړه څه نه‌دي ویلي.

دفاع وزارت: د هلمند ګرشک ولسوالۍ له وسله‌والو طالبانو تصفیه شوه

هلمند کې افغان ځواکونه

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د هلمند ګرشک ولسوالۍ له وسله‌والو طالبانو تصفیه او په بشپړ ډول د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په کنټرول کې ده.

د دغه وزارت مرستیال ویاند فواد امان نن په یوه ټویټ کې ویلي، په ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې وسله‌والو ته درنه مرګ­‌ژوبله اوښتې ده.

تر دې مخکې دفاع وزارت په دوو اعلامیو کې په دې ولسوالۍ کې د ۲۷ وسله‌والو د وژل کېدو او ۳۵ نورو د ټپي کېدو ادعا کړې وه.

هاخوا د هلمند د ولایتي شورا رئیس عطا الله افغان ازادي راډیو ته ویلي چې نن تر غرمې مخکې د ګرشک ولسوالۍ بازار، د امنیه قوماندانۍ او ملي امنیت ودانۍ د وسله‌والو له‌خوا نیول شوي دي.

وسله‌والو طالبانو هم د دې ولسوالۍ د نیولو ادعا کړې ده.

بل‌خوا د هلمند ځینو فعالانو د «ګرشک ولسوالۍ وژغورئ» په نوم په ټولنیزو شبکو کې یو کمپاین پیل کړی او له حکومته‌یې غوښتنه کړې چې د دې ولسوالۍ د امنیت د ښه کېدو لپاره ګامونه واخلي.

د افغانستان دفاع وزارت: هلمند کې ۲۷ وسله‌وال طالبان ووژل شول

ارشیف، هلمند کې د افغان ځواکونو عملیات

د افغانستان دفاع وزارت ادعا کوي چې په هلمند ولایت کې په دوو جلا پېښو کې ۲۷ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

دغه وزارت په یوه اعلامیه کې د ګرشک ولسوالۍ په «سیمنیار دښته» سیمه کې پرون د هوايي او ځمکنیو ځواکونو په عملیاتو کې د سرې قطعې د ۱۶ غړو په ګډون د ۱۹ وسله‌والو طالبانو د وژلو او ۱۲ نورو د ټپي کولو ادعا وکړه.

وزارت په بله اعلامیه کې پرون په ګرشک ولسوالۍ د ۸ وسله‌والو د وژلو او ۲۳ نورو د ټپي کولو ادعا کړې ده.

بل‌خوا د هلمند ځینو فعالانو د «ګرشک ولسوالۍ وژغورئ» په نوم په ټولنیزو شبکو کې یو کمپاین پیل کړی او له حکومته‌یې غوښتنه کړې چې د دې ولسوالۍ د امنیت د ښه کېدو لپاره ګامونه واخلي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG