د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۳

عظیمي: په بشپړه توګه د انتحاري حملو مخنیوی اسانه کار نه دی


د افغانستان دفاع وزارت وایي چې د ډیرو پلانونو له عملي کیدو سره سره بیا هم د دې وزارت پر کار کوونکو د انتحاري حملو مخه په بشپړډول نه ده نیول شوې.

د دې وزارت ویاند د چهارشنبې په ورځ د هوایي ځواکونو پریوه بس موټر له حملې وروسته ازادۍ راډیو ته وویل چې؛ انتحاري حملې تر پخوا کمې شوي خو په بشپړه یې مخنیوی نه دی شوی.

په عین حال کې د پوځي چارو څیړونکي وایي، چې د دې حملو د مخنیوي لپاره ښه لاره د کشفي او استخباراتي فعالیتونو زیاتیدل او ځیني نور اقدامات دي.

د افغانستان د دفاع وزارت چارواکي تاییدوي چې؛ د یوې جوړې شوې تګ لارې له کارولو سره سره نه دي توانیدلي چې د دې وزارت د کارکوونکو پر نقلیه وسایطو د انتحاري حملو مخه ونیسي.

د دوی په خبره له څه مودې راهیسې د ځینو پلانونو په عملي کولو سره د دې وزارت پر کار کوونکو انتحاري حملې کمې شوي خو په بشپړه توګه یې مخه نه ده نیول شوې.

د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهرعظیمي د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د هوایي ځواکونو پر یوه بس موټر له انتحاري حملې وروسته ازادۍ راډیو ته وویل، چې د انتحاري حملو مخنیوی اسانه کار نه دی:

"له هغو تګ لارو نه چې دفاع وزارت مخکې اعلان کړې وې ګټه اخیستل شوې او لا هم کارول کیږي خو له بده مرغه په بشپړ ډول د دې ډول حملو مخنیوی ممکن نه دی.

لکه څنګه چې تاسو هم معلومات لرئ دا حملې په دې وروستیو کې ډیرې کمې شوي او موږ هڅه کوو چې له ټولو هغو لارو چارو نه کار واخلو چې د دې حملو د مخینوي لپاره مرسته کولای شي."

د افغانستان دفاع وزارت مخکې ویلي وو، چې د دې وزارت د کارکوونکو او افسرانو پر نقلیه وسایطو د انتحاري حملو د مخنیوي لپاره یې مهمه تګ لاره جوړه کړې.

د دې وزارت د افسرانو په بسونو کې د یوه وسله وال ساتونکي حضور، د ځینو افسرانو له خوا د ملکي جامو کارول او په ملکي موټرو کې تګ راتګ د دې تګ لارې اساسي برخې وې.

خو په کابل کې د چهارشنبې په ورځ د دفاع وزارت د هوایي ځواکونو پر بس انتحاري حمله چې د جنرال عظیمي په خبره د دې وزارت اته تنه منسوبین یې ووژل او دیارلس یې ټپیان کړل او له دې وړاندې ځینو حملو دا وښوده چې دا تګ لاره ډیره ګټوره نه ده تمامه شوې.

د پوځي چارو څیړونکی جنرال عتیق الله امرخیل هم دا ډول تګ لاره بې ګټې بولي او وایي، چې د انتحاري حملو د مخنیوي لپاره باید درې مهم اقدامات وشي:

"لومړی باید زموږ کشفي او استخباراتي ارګانونه ډير پیاوړي شي، دویمه دا چې د ملی اردو،پولیسو او ملي امنیت د ځواکونو ترمنځ هماهنګي زیاته شوې او دریمه خبره دا چې زموږ امنیتي ارګانونه باید د خلکو په منځ کې ډیر نفوذ ولري ترڅو هغوی ورته معلومات ورکړي چې په دې سیمه کې څه پیښیږي."

څیړونکي وایي، چې افغان امنیتي ځواکونو ته ډیر تلفات د سړک غاړې د ماینونو په چاودنو او انتحاري حملو کې اوړي.

دوی ټینګار کوي چې امنیتي ارګانونه باید د انتحاري حملو د مخنیوي لپاره هلې ځلې زیاتې کړي، ښه هماهنګي ولري او ټول هغه امکانات وکاروي چې په دې برخه کې ګټور تمامیږي.

راپور: نسیم شفق

XS
SM
MD
LG