د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۴

ویسا: د انتخاباتو لومړنیو نتایجو اعلان تر نامالومې مودې وځنډید


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو ډیری لیکنې د انتخاباتو د لومړي نتایجو په اعلان کې ځنډ او له ملګرو ملتونو نه د انتخاباتو د کمیسیون دارالانشا مشر ته د منسوبو ټیلیفوني خپرو په تثبیت کې د انتخاباتي شکایتونو د همکارۍ غوښتنې ته ځانګړې شوې دي.

ویسا:

ویسا نا دولتي ورځپاڼې په یو مطلب کې لیکلي چې؛ د انتخاباتو لومړنیو نتایجو اعلان تر نامالومې مودې وځنډید.

د ورځپاڼې په خبره د دغه ځنډ علت د هغو شاوخوا دوه زره محلونو د بیا پلټنې د بهیر نه بشپړیدل دي چې؛ دغه کمیسیون یې څو ورځې دمخه بیا پلټنه پیل کړې وه.

د انتخاباتو د کمیسیون د مهالویش له مخې ټاکل شوې وه چې؛ د انتخاباتو لومړني نتایج د جوزا په ۲۴ مه یعنې نن اعلان شي.

ورځپاڼې لیکلي، چې د انتخاباتو د لومړنیو نتایجو د اعلان د ځنډیدو پریکړه پرون د انتخاباتو د کمیسیون په یوې بیړنۍ غونډه کې شوې ده.

ویسا ورځپاڼې په یو بل مطلب کې د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون له قوله ویلي چې؛ ملګري ملتونه دې د اصلاحاتو او همپالنې ټیم له خوا د انتخاباتو د کمیسیوند د دارالانشا مشر ضیاالحق امرخیل ته د منسبو خپاره شوو ټیلیفوني خبرو په تثبیت کې همکاري وکړي.

د ورځپاڼې په خبره، د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ویلي، چې په پام کې لري، ملګرو ملتونو ته د یو مکتوب په استولو سره د دغو ټیلیفوني خبرو په برخه کې د هغوی د تخنیکي مرستې غوښتنه وکړي.

هېواد:

هیواد دولتي ورځپاڼې هم د انتخاباتو د پایلو په اعلان کې د ځنډ په اړه په یو مطلب کې لیکلي چې، ټاکل شوې وه، د انتخاباتو ابتدايي نتایج نن اعلان شي، خو د نږدې دوو زرو محلونو د رایو د بیا شمیرنې له امله د نتایجو اعلان ځنډیدلی دی.

ورځپاڼې د انتخاباتو د نتایجو په اعلان کې ځنډ له روانې انتخاباتي لانجې سره تړلی بللی او لیکلې یې دي چې، د جمهوري ریاست کاندید اشرف غني احمدزي د دې لانجې د حل لپاره یو شمیر لوړپوړو دولتي چارواکو سره لیدلې او په پام کې ده چې بل کاندید عبدالله عبدالله سره هم وګوري.

سرنوشت:

سرنوشت نا دولتي ورځپانې بیا په یو مطلب کې د انتخاباتو د کمیسیون د یوې کمیشنرې شریفه زرمتۍ په حلواله لیکلي چې د انتخاباتو د لومړنیو نتایجو د ځنډ لامل سیاسي عوامل نه بلکې د دوو زرو محلونو د رایو بیا شمیرنه ده.

ورځپاڼې وړاندنې د میرمن زرمتۍ له قوله لیکلي چې؛ د دغو محلونو رایې د دواړو کاندیدانو د شکونو د لرې کولو لپاره شمیرل کیږي او ښایي تر راتلونکې درېیو ورځو پورې دغه چاره بشپړه او لومړني نتایج اعلان شي.

ملي ارمان:

ملي ارمان نا دولتي ورځپانې هم د انتخاباتو د لومړنیو نتایجو په اعلان کې د ځنډ په اړه د انتخاباتو کمیسیون د چارواکو په حواله لیکلي؛ چې د رای ورکوونې د دوو زرو محلونو د رایو له تفتیش وروسته به په نږدې راتلونکې کې لومړني نتایج اعلان شي.

د ورځپاڼې په خبره د انتخاباتو کمیسیون په داسې حال کې وايي چې؛ د نتایجو د اعلان د ځنډ لامل یوازې د ۲۰۰۰ محلونو د رایو تفتیش دی چې تر دې یوه ورځ وړاندې د انتخاباتو د کمیسیون ویاند ویلي وو؛ چې د کمیسیون کارونه د مهال ویش سره سم پر مخ روان دي او لومړني نتایج به په خپل وخت اعلان شي.

XS
SM
MD
LG