د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ مرغومی ۱۴۰۰ کابل ۰۶:۱۲

لویدیځوال د افغان انتخاباتو د نتیجو په اړه قضاوت نه شي کولای


واشنګټن پوسټ ورځپاڼې بیاهم د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو په اړه یو مضمون خپورکړی او په یوه برخه کې یي لیکي:

په میلونونو افغانانو په پوره زړورتیا د جوزا د ۲۴ مې انتخاباتو کې ګډون وکړ، د افغانستان امنیتي ځواکونو چې امریکا روزلي او د ټول هېواد امنیتي مسولیت ورپه غاړه دی، د انتخاباتو په ورځ یي د طالبانو د حملو د مخنیوي لپاره له ویاړه ډکې هلې ځلې وکړې، خو بیا هم سیاست وال د رایې شمېرنې او درغلیو په تورونو دا لاسته راوړنې له ګواښ سره مخامخ کوي.

واشنګټن پوسټ زیاتوي، که څه هم چې د ملګرو ملتونو چارواکو او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه استازي د منځګړو په توګه هڅې وکړې، خو بیا هم د یوې جګې سطحې او قوې مداخلې اړتیا لیدل کیږي.

ورځپاڼه لیکي:

داسې نه بریښي چې افغان لورې یوه توافق ته ورسیږي او دا خطرهم شته چې افغانستان د ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰لسیزو کورنیو جګړو په څير په قومي او جغرافیایي کرښو وویشل شي.

واشنګټن پوسټ وړاندې لیکي:

په راتلونکي میاشت کې د افغانستان نوي منتخب جمهور رئیس ته واک سپارل، ناټوته زیات اهمیت لري او دا ځکه چې دا سازمان غواړې له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي او یو شمېر پوځیان د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې او د تروریزم ضد مبارزې په مقصد په دې هېواد کې وساتي.

ورځپاڼه لیکي:

لویدیځوال د افغانستان د انتخاباتو د نتیجو په اړه قضاوت نه شي کولای، خو په دې هېواد کې د انتخاباتو په یوې با اعتباره عملیې او د درغلیو د شکایتونو په څیړنې ټینګار کولای شي.

فارین پالیسي خپرونې په افغانستان کې د نشه یي موادو په اړه یو مضمون خپور کړی او لیکي چې؛ په دې هېواد کې د نشه یي موادو پرضد دولس کلنه پالیسي ناکامه شوې ده.

خپرونه زیاتوي، په ۲۰۰۰میلادي کال کې په افغانستان کې د کوکنارو کر او تولید ترټولو ټيټې سطحې ته رسیدلی و. هغه مهال د طالبانو مشرملا محمدعمر د کوکنارو کر حرام اعلان کړی و او په دې توګه یي په هېواد کې د نشه یي موادو د مخنیوي لپاره یو ډيراغیزناک او مهم کمپاین پیل کړی و.

خپرونه لیکي:

طالبانو خلکو ته د علني مجازاتو په ورکولو او په زوره د کوکنارو د کروندو په له منځه وړلو سره د خپل واک لاندې سیمو کې د کوکنارو کر په سلو کې ۹۹ راښکته کړی و.

فارین پالیسي لیکي:

ناټو ځواکونو له ۲۰۰۱ کال وروسته وختونو کې هڅه وکړه چې؛ د طالبانو په څيرپه افغانستان کې د کوکنارو کرله منځه یوسي، خو دا چې دوي د طالبانو په څیرله خلکو سره سخت چلند نه کاوه، د نشه یي موادو په له منځه وړلو کې بریالي نه شول.

د خپرونې په باور، د بزګرانو ناوړه اقتصادي حالت او له هغو سیمو څخه چې کوکنار په کې کرل کیږي د طالب وسله والو د له منځه وړلو په کارکې د بهرنیو ځواکونو ناکامۍ هم د نشه یي موادو له زیاتیدو سره مرسته کړې ده. بله دا چې ایساف د نشه یي موادو په مخنیوي کې هم یوه واحده ستراتیژي نه درلوده او کوم اغیزناک کمپاین یي عملي نه کړای شو.

فارین پالیسي خپرونه په افغانستان کې د نشه یي موادو د کراو تولید د زیاتیدو په اړه د ملګرو ملتونو ارقامو ته اشاره کوي او د کنایې او طنز په شکل لیکي: د کوکنارو د کر او د اپینو د تولید زیاتیدو ته په کتنې، افغانستان به د اوږدې مودې لپاره په دې ډګرکې قهرمان پاته شي.

XS
SM
MD
LG