د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۷

اشرف غني له یونس قانوني سره پر انتخاباتي مسایلو خبرې وکړې


د اشرف غني احمدزي انتخاباتي ټیم وایي، چې د ښاغلي احمدزي او یونس قانوني ترمنځ لیدو کتو کې په ټولو انتخاباتي مسائلو خبرې وشوې؛ خو داسې کومه پریکړه ونه شوه، چې د انتخاباتو اصل ته زیان واړوي.

د تحول او تداوم انتخاباتي ټيم وایي، په دې ملاقات کې اشرف غني احمدزي د انتخاباتو په اړه خپل دریځ څرګند کړ او غوښتنه یې وکړه چې. ابتدایي او نهایي نتایج باید له ټاکلې مودې سره سم اعلان شي.

د دې ټیم یوه ویاند عباس نویان د سه شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل؛ چې د جمهوري ریاست لومړي مرستیال محمد یونس قانوني دوی ته ځينې سپارښتنې هم درلودې:

"په دې ملاقات کې په انتخاباتي مسایلو خبرې وشوې؛ د جمهوري ریاست لومړي مرستیال یونس قانوني د شفافیت په رامنځ ته کولو اوتحمل او زغم خبرې وکړې؛ دا هغه څه دي، چې زموږ د ټیم له خوا له مخکې نه مراعات شوي؛ خو داسې څه ونه ویل شول، چې د انتخاباتو له اصل سره په مخالفت کې وي."

د یونس قانوني او اشرف غني احمدزي تر منځ مخامخ خبرې په داسې حال کې شوي؛ چې د اشرف غني احمدزي سیال عبدالله عبدالله د انتخاباتو له کمیسیون سره اړیکې ځنډولي دي.

ښاغلی عبدالله وایي، د انتخاباتو کمیسیون یې غوښتنو ته منفي ځواب ورکړی او له همدې امله د کمیسیون پریکړې ورته د منلو وړ نه دي.

خو د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون چارواکي بیا وایي؛ چې د عبدالله عبدالله ټولو غوښتنو ته یې ځواب ورکړی او هیڅ داسې پلمه نه ده پاته؛ چې نوموړی بیرته له دې کمیسیون سره اړیکې ټينګې نه کړي.

د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم دې دریځ او وروستیو مظاهرو خلک هم اندیښمن کړي؛ خو د افغانستان د ملي امنیت شورا مشر رنګین دادفر سپنتا وایي؛ چې دواړه کاندیدان باید د تفاهم له لارې موجودې ستونزې هوارې کړي.

ښاغلي سپنتا د دوشنبې په ورځ د یوه خبري کانفرانس پر مهال د ازادي راډیو د یوې پوښتنې په ځواب کې په دې اړه داسې وویل:

"زما هیله او غوښتنه له دواړو کاندیدانو نه دا ده؛ چې د افغانستان ثبات، امنیت او ملي ګټو ته په کتو، یوه مشترک تصمیم ته د خبرو میز ته را ټول شي او یوه حل لاره پیدا کړي؛ دا یوه سیاسي حل لاره ده."

ډاکټرسپنتا وویل، چې د قانون له مخې حکومت د انتخاباتي کمیسیونونو په چارو کې لاسوهنه نه شي کولای؛ خو زیاته یې کړه، چې د حکومت مسوولیت دا دی، چې د کمکي اختر په پنځه به واک نوي ولسمشر ته سپاري.

په همدې حال کې د انتخاباتو یوشمیر څارونکي هم وایي، چې دواړه کاندیدان باید د خلکو رایو ته احترام وکړي او داسې پریکړه ونه کړي؛ چې هیواد د بحران خواته بوځي.

راپور: اسدالله لودین

XS
SM
MD
LG