د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۱۲:۴۶

مشرانو جرګې د کانونو او پټرولیم د قانون طرح تایید کړه


د افغانستان مشرانو جرګې غړي وایي چې؛ د کانونو او پټرولیمو د قانون طرح د یو لړ مهمو بدلونونو په راوستلو سره تایید شوه.

د مشرانو جرګې غړي وايي چې؛ دوی د کانونو اوپټرولیم د قانون پرطرحې پراخ بحثونه کړي او له اړتیا سره سم بدلونونه یې په کې راوستي.

د مشرانو جرګی ریيس فضل الهادی مسلمیار؛ د سې شنبې په ورځ د کانونو او پټرولیم د قانون د طرحې د تایید په اړه وویل:

"د اقانون چې نن تاسې ته د رفاه عامه د کمیسیون له خوا وړاندې شو. د نهه ویشتمې مادې پرته، بشپړ تایید شو.

همدارنګه په نهه ویشتمه ماده کې د ولسي جرګې وړاندیز هم تایید شو."

د کانونو د کیندلو پرمهال د کارګرانو بیمه؛ د کانونو د امنیت ساتنه او د کانونو غیرقانوني کیندنې هغه موارد وو چې؛ د مشرانوجرګې په عمومي غونډه کې مطرح او بحثونه پرې وشول.

د مشرانو جرګې غړو د کانونو قانوني استخراج او له موادو څخه یې پرځای ګټه اخیستل؛ د هېواد د اقتصادي ودې لپاره مهم وبلل.

پخوا تردې د مالیې وزارت ویلې وو چې؛ نړیواله ټولنه له افغانستان سره په دې شرط مرستې کوي چې؛ دا هېواد تردوه زره پنځه ویشتم میلادي کال پورې د کانونو د استخراج له لارې خپل عواید دوه میلیاردو ډالرو ته لوړ کړي.

د کانونو او پټرولیم د قانون طرحه شاوخوا دوه میاشتې مخکې ولسي جرګې تصویب کړې وه.

په عین حال کې د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي، د مشرانو جرګې له خوا د دې قانون د طرحې د تایید هرکلی کوي او وايي چې، دا کار به بهرني پانګوال وهڅوي چې؛ په افغانستان کې پانګې واچوي.

د دې وزارت ویاند رفیع صدیقي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"دا قانون نه یوازې دا چې له سیمه ییزو او نړیوالو معیارونو سره سم تسوید او تدوین شوی، د هېواد د اقتصادي ثبات او پرمختګ لارې پرانیزي.

په نوې طرحه کې ډیرې داسې ښېګنې ځای شوي چې؛ په قانون کې نه وې."

افغان پانګوال په دې نظر دي چې؛ د افغانستان د کانونو د استخراج په برخه کې د بهرنیو پانګوالو د زړه نا زړه کېدو یوازینی علت د دې قانون نه تصویبیدل وو.

د امریکا د جیولوژیکي ادارې د سروې د راپور له مخې؛ افغانستان د اوسپنې، سرو زرو، مسو او داسې نورو ارزښتناکو فلزاتو پراخې زیرمې لري چې؛ ارزښت یې له درې زرو تریلیونو ډالرو څخه زیات دی.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG