د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۶

اوکرایني ځواکونو په ختیځ کې د بېلتون غوښتونکو پر ضد عملیات پیل کړي


د اوکراین حکومت نن وویل چې، پوځيانو یې د دې هیواد په ختیځ کې د روسیې پلوو- بیلتون غوښتونکو په وړاندې د تروریزم ضد عملیات پيل کړي دي.

د اوکراین د حکومت ویاند "الکساندر تورچینوف" نن خپل پارلمان ته وویل چې؛ دا عملیات د اوربند د مودې له پای ته رسیدو سره سم پيل شوي دي:

"زموږ وسله والو ځواکو د تروریستانو پر مرکزونو او پناه ځایونو حملې له سره پيل کړې دي."

د اوکراین ولسمشر پټرو پروشینکو پرون وویل؛ په ختیځ کې د اوربند د نوي کولو پلان نه لري او ځواکونه به یې په ختيځ کې پوځي عملیات جاري وساتي.

په ختیځ اوکراین کې اوربند د سولې د هغه پلان یوه برخه بلل کیږي چې؛ هدف یې په سیمه کې د روسیې په پلووي د روانو ناکراریو پای ته رسول دي.

دا اوربند اول اوه ورځې په پام کې نیول شوی و او وروسته لسو ورځو ته وغځول شو.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې؛ لږترلږه اوه ویشت حکومتي عسکر د اوربند په موده کې وژل شوي دي.

پټرو پروشینکو د خپلو امنیتي ادارو له مشرانو سره تر لیدو وروسته پرون په ویډيويي پيغام کې وویل: "موږ حمله کوو او خپل هیواد ازادوو. د اوربندنه تمدیدول هغو تروریستانو، وسله والو او قاتلینو ته زموږ ځواب دی؛ چې ملکي خلک شکنجه کوي، د هیواد اقتصاد خرابوي، د ریل ګاډي مرکزونه، د اوبو رسولو سیسټمونه او د خلکو نورمال سوله ییز ژوند تخریبوي."

پورشینکو د روسیې او فرانسې له ولسمشرانو ولادیمیرو پوتین او فرانسس اولاند او د جرمني له صدراعظمې انګیلا مرکل سره هم خبرې کړې دي.

د روسیې د بهرنیوچارو وزیر سرګې لاوروف پرون په مسکو کې خبریالانوته وویل:

"د روسیې فدراسیون مشر ولادیمیر پوتین وړاندیز کړی چې؛ د اوکراین سرحدي ساتونکي د څارونکو په توګه د سرحدونو د ساتنې په پراخ پروګرام کې شامل شي. د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان څارونکي هم باید د سرحدونو د ساتنې ځانګړوپوستو ته ور وبلل شي؛ څو د دې پوستو د کار د څرنګوالي او بې طرفۍ په اړه شک او ګومانونه له منځه ولاړ شي."

د اوکراین ولسمشر ویلي، چې یوازې هغه وخت به اوربند تمدید کړي چې؛ ثابته شي چې مخالفین د یرغمل شویو کسانو د خوشي کولو او د سرحدي کنټرول په ګډون د سولې د پلان د ټولو شرایطو عملي کولوته تیار دي:

"اوربند د سولې د پلان یوه برخه ده چې؛ پر اساس یې باید ټول هغه جنیګالي چې جدي جرم نه لري خوشي شي؛ مخکې له وخته سیمه ییز انتخابات وشي او هغه خلک په امن کې شي چې په روسي ژبه خبر کوي."

په اوږده موده کې د سولې د پلان هدف په قانون کې تغیرات او له مرکزي ادارې څخه سیمه ییزو ادارو ته د زیات قدرت لیږدول دي.

د روسیې د بهرنیوچارو وزارت نن په دې اړه خواشیني څرګنده کړه چې؛ د اوکراین جمهور رییس د دې هیواد په ختیځ کې اوربند نه دی تمدید کړی.

د روسیې د بهرنیوچارو وزارت ویلي چې؛ ناڅرګندې بهرنۍ کړۍ د امنیت په ګډوډولو کې لاس لري او پر خپلو شریکانو یې غږ کړی چې؛ اوکراین دي د جیوپولیټک لوبو لپاره د کړۍ په توګه نه کاروي.

په عین حال کې د اوکراین په ختیځ ښار دونيڅک کې د کارلیوکا ښارګوټي اوسیدونکي وايي؛ د ټانکونو ګولۍ ویشتل کیږي او د دونیڅک په هوايي ډګر کې هم ډزې روانې دي.

د روسیې خبري اژانس انټرفاکس د اوکراین د حکومت ضد ملیشو په حواله ویلي چې؛ حکومتي ځواکونو په ختیځ کې پر کراماتورسک ښار هم ډزې پيل کړې دي.

XS
SM
MD
LG