د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۵ سلواغه ۱۳۹۸ کابل ۰۶:۴۶

په کندهارکې یوه خصوصي روغتون په روژه کې ټول خدمات وړيا کړي


په کندهارکې یوه خصوصي روغتون د روژې په مياشت کې ټول خدمات وړيا کړي دي.

د مهمند په نوم دغه روغتون په کندهارکې د یوه ملي سوداګر حاجي محمدصدیق مهمند له خوا جوړ شوی.

د دغه روغتون مسوولین وايي، چې د انساني همدردي په خاطر د روژې د لومړې نیټې څخه بیا تر کوچني اختره پورې د ډاکټرانو د فيس پرته هرډول عمليات، معاينات، جراحي او داخلي تداوي ټولې وړيا دي او له خلکو پيسې نه اخستل کيږي.

د دوی په وینا دغه کاريي د غريبو او بې وسو خلکو سره د مرستې په هدف کړي.

مهمند روغتون تیرکال هم په ورته توګه د روژې په میاشت کې د ۱۸۰۰۰ کسانو وړیا درملنه وکړه چې۳۵۰ په کې بېلابېل ډول عملیاتونه شامل وه.

په کندهار کې د ازادۍ راډيو خبریال محمدصادق رښتینی په دې اړه مفصل راپور لري:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:41 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG