د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ مرغومی ۱۴۰۰ کابل ۰۷:۲۴

"په شمالي وزيرستان کې دې د "ښو" او "بدو" طالبانو له توپير پرته پوځي عمليات وشي"


د پاکستان د دفاعي او سياسي چارو يو شمېر څارونکيو د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د شمالي وزيرستان په قبايلي سيمه کې د مېشتو وسله والو پرضد د پاکستاني پوځ له خوا د ځمکنيو عملياتو د پيلولو هرکلى کړى او وايي، چې پوځ دې په دغه سيمه کې د "ښو" او "بدو" له توپير پرته د ټولو وسله والو پرضد عمليات وکړي.

د پاکستان پوځ د جون په ١٥مه په شمالي وزيرستان کې د سخت دريځه وسله والو پرضد د پراخو پوځي عملياتو د پيلولو اعلان وکړ، چې په لومړي پړاو کې د پاکستان هوايي ځواک په سيمه کې د مېشتو وسله والو پر مرکزونو هوايي بريدونه وکړل.

خو د پاکستان پوځي مقاماتو د دوشنبې په ورځ وويل، چې په شمالي وزيرستان کې يې د ځايي خلکو تر وتلو وروسته ځمکني عمليات هم پيل کړل، چې په ترڅ کي يې د پاکستان ځانګړيو قواوو د شمالي وزيرستان په ميرانشاه او يو شمېر نورو سيمه کې ١٥ وسله وال ووژل.

د پاکستان د سياسي او دفاعي چارو يو شمېر څارونکيو په شمالي وزيرستان کې د پاکستانيو ځواکونو د عملياتو هرکلى کړى.

د دفاعي چارو کارپوه او پخوانى پوځي متقاعد بريګيډير سيد نذبر مومند له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل، د پاکستاني پوځ له خوا په وزيرستان کې پوځي عمليات ښه ګام دى، خو د دې ترڅنګ بايد دوى د هغو ترهګرو مخه ونيسي، چې د ډيورنډ کرښې ته څېرمه نورو قبايلو ايجنسو يا هم افغانستان ته وانه وړي:

"ضروري خبره ده، چې دا خو د مذاکراتو اختتام دى او د جګړې شروع کېدل دي. ضروري خبره ده دا فيصله چې کومه وشوه، ټهيک ده چې کوم ترهګر دي، هغه خو به له دغه علاقې نه وتي وي او سر به يې په سيوري کړى وي. موږ سره دومره ظرفيت نشته چې په يو وخت په ټولو ايجنسو کې عمليات پيل کړو، په دې چې دا خلک به په ټولو ايجنسو کې خواره شي، څه به افغانستان ته لاړ شي او څه به د پاکستان ښاري سيمو ته راشي، نو ددې لپاره بايد د پاکستان حکومت او استخباراتي ادارې لازم اقدامات وکړي، چې دوى نورو سيمو ته خواره نه شي."

مومند همدا راز وايي، چې د پاکستان حکومت دې د وزيرستان د بې کوره شويو ستونزو ته په کتو، په وزيرستان کې عمليات ژر بشپړ کړي.

د پاکستان حکومت په شمالي وزيرستان کې ترهغې وروسته د پوځي عملياتو پرېکړه وکړه، چې له وسله والو طالبانو سره يې د سولې خبرې بې نتيجې پاى ته ورسېدې او په همدا راز د ازبکستان د اسلامي غورځنګ په نامه يوې وزيرستان مېشتې وسله والې ډلې د کراچۍ پر هوايي ډګر خونړى وسله وال بريد وکړ، چې په کې د پاکستانيو ځواکونو په ګډون ٣٠ کسان ووژل شول.

که څه هم د پاکستان پوځي مقامات وايي، چې په شمالي وزيرستان کې يې د هغو وسله والو پرضد پوځي عمليات پيل کړي، چې په پاکستان کې دننه ترورېستي فعاليتونو کوي او د کراچۍ په بريد کې يې لاس لاره،

خو د سياسي او قبايلي چارو کارپوه شميم شاهد بيا وايي، چې پاکستانى پوځ دې په شمالي وزيرستان کې د "ښو" او "بدو" طالبانو له توپير پرته د القاعدې او حقاني شبکې د وسله والو پر ګډون د هغو ټولو وسله والو پر ضد جدي اقدامات وکړي، چې په شمالي وزيرستان کې يې خوندي ځالې دي:

"ترکومه پورې چې د "ښو" او د "بدو" طالبانو ترمنځ دا فرق ختم شوى نه وي، تر هغې پورې دا مسئله نه حل کېږي. هغه طالب چې کوم په افغانستان کې عمليات کوي، هغه د پاکستان لپاره ښه دى. پکار ده چې دا دواړه هېوادونه يو شي، په دې طالبانو کې نه ښه شته او نه بد شته، دا ټول ډېر خطرناک دي.

پکار دا ده چې په دې کې فرق ونشي چې هغه د القاعدې دى، که هغه د حقاني نېټ ورک دى، که پاکستانى طالب دى يا افغان طالب دى، ددې ټولو خلاف يو شان عمليات وشي، نو هله به دا مسئله حل کېږي، که چيرې داسې ونشي نو بيا د دې عملياتو هېڅ قسم فايده نشته، صرف خلک بې کوره کېږي او هغوى ته تکليف رسېږي."

شميم شاهد زياته کړه، که چيرې پاکستاني ځواکونو په وزيرستان کې د ښو او بدو طالبانو توپير وکړي، نو دا عمليات به هم د نورو ايجنسيو د عملياتو په څېر کومه ځانګړې لاسته راوړنه ونه لري.

د يادونې وړ ده، چې د پاکستان پوځ ادعا کوي، چې د جون له ١٥مې نټې راهيسې يې په شمالي وزيرستان کې ٣٧٦ وسله وال وژلي، چې ګڼ شمېر يې ازبک جنګيالي دي، خو خپلواکو سرچينو لا تر دې دمه د پاکستاني پوځ ددې ادعا پخلى نه دى کړى.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG