د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۸

نورستاني: د ۱۹۰۰ مرکزونو رایې له سره څېړل کیږي


په داسې حال کې چې تمه کیږي، سبا (چهارشنبه) به د ولسمشرۍ د دویم پړاو انتخاباتو لومړني نتایج اعلان شي، د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسون رییس وايي؛ په پروسه کې د ښه شفافیت د رامنځ ته کولو لپاره؛ په دیرشو ولایتونو کې د نولس سوو مرکزونو رایې له سره څیړي.

احمد یوسف نورستاني د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې؛ د رایو دا څیړنه به څو ورځې وخت ونیسي.

”ولایتونو ته مو احوال استولی دی چې؛ د نولس سوو مرکزونو د رایو یوه بیا ځلي څیړنه وشي او پاکې رایې له ناپاکو رایو څخه بیلې شي. نو د دې نتایجو تر لاسه کول به یو څلور پنځه ورځې وخت نیسي.

کمیسون تر اوسه په دې اړه چې نتایج اعلان کړي کنه! وروستۍ پریکړه نه ده کړې. موږ که اعلانوو نو ابتدايي نتایج به اعلانوو، ځکه د قسمي نتایجو وخت اوس تیر دی. کمیسون به سبا یا بل سبا په دې اړه پریکړه وکړي چې؛ دغه نتایج اعلان کړي او کنه په دیرشو ولایتونو کې د نولس سوو مرکزونو د رایو بیا څیړنې ته انتظار وباسي.“

د انتخاباتو د خپلواک کمیسون رییس دا څرګندونې وروسته له هغې کوي چې؛ د دې کمیسون ویاند نور محمد نور د دوشنبې په ورځ وویل؛ د دویم پړاو انتخاباتو نتایج به د پلان سره سم په ټاکلي وخت اعلان شي.

د ولسمشرۍ د دویم پړاو انتخاباتو د ټاکلي مهال ویش سره سم باید لومړني نتایج سبا (چهارشنبه) اعلان شي. ښاغلي نور د دوشنبې په ورځ وویل؛ تر اوسه پورې د رایوو په سلو کې نهه نوي عشاریه اوه فورمونه سیسټم ته داخل شوي دي او کمیسون ژمن دی چې؛ لومړني نتایج په ټاکلي وخت اعلان کړي:

”اوس هم د انتخاباتو هغه تقویم چې له رسنیو او د افغانستان له خلکو سره شریک شوی؛ په خپل ځای دی او د انتخاباتو خپلواک کمیسون هڅه کوي چې؛ نتایج په خپل وخت له خلکو سره شریک کړي او کمیسون په دې برخه کې ژمن دی.“

نور محمد نور همدارنګه وویل، د رایو ورکولو د هغه ۹۹ مرکزونو فورمې چې بیا څیړنې ته یې اړتیا لرله؛ مرکز ته رسیدلې دي او شپیتو نورو مرکزونو رایې هم بیا شمیرل شوې. ښاغلي نور هم وویل چې، د نولس سوو مرکزونو د رایو د بیا څیړنې لپاره د یو مکانیزم د رامنځ ته کولو په اړه د دې کمیسون کار دوام لري.

د نتایجو د اعلان په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې؛ د ولسمشرۍ د څوکۍ یو کاندید عبدالله عبدالله د انتخاباتو د کمیسونونو سره خپلې ټولې اړیکې پرې کړي او ادعا یې کړي چې، د ده له خوا وړاندې کړي شرطونه یې نه دي منلي.

په ځینو ولایتونو کې د انتخاباتو بیا ترسره کول او د رای ورکونکو د شمیر په اړه وضاحت چې کمیسون یې تر اوو میلونو زیات او د عبدالله ټیم یې کم بولي د نوموړي له مهمو غوښتنو څخه وو.

خو د انتخاباتو خپلواک کمیسون وايي؛ د عبدالله عبدالله ټول شرطونه یې پوره کړي او نور د کمیسون سره د نه همکارۍ لپاره نوموړي ته کومه پلمه نه ده پاتې.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسون رییس احمدیوسف نورستاني هم پرون له ازادي راډیو سره په خبرو کې د ولسمشرۍ د څوکۍ له کاندیدانو وغوښتل چې؛ د دې ادارې پریکړو ته درناوی وکړي:

”دا یوه ملي پروسه ده او باید درناوی ورته وشي. د انتخاباتو خپلواک کمیسون یوه بې طرفه او خپلواکه اداره ده او باید ټولو ته د باور وړ واوسي. دا یو شخصي اداره نه ده، بلکې د هغه قانون پر بنسټ کار کوي چې؛ د ولسي جرګې او مشرانو جرګې له خوا تصویب شوی دی. نو باید ټول یې درناوی وکړي. که چیرې دا پروسه څوک نه مني؛ خپل کار یې دی، موږ خپله پریکړه اعلانوو.“

دا په داسې حال کې ده چې د ملي امنیت په چارو کې د ولسمشر حامد کرزي سلاکار رنګین دادفر سپنتا، هغه ټولې اوازې چې ګوندې حکومت د کاندیدانو ترمنځ کړکیچ ته په لمن وهلو غواړي؛ د حامد کرزي واک وغځوي په کلکه رد کړې او د دوشنبې په ورځ یې په کابل کې خبریالانو ته وویل؛ له ټاکل شوي پلان سره سم به ولسمشر حامد کرزي د کوچني اختر په پای کې نوي ولسمشر ته واک وسپاري او د اګست په دوېیمه نیټه به د نوي ولسمشر د لوړې مراسم پر ځای شي.

XS
SM
MD
LG