د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۲

ایساف وايي، چې د هلمند په جګړه کې يي د افغان ځواکونو ملاتړ کړی


په افغانستان کې میشت نړېوال سوله ساتي ځواکونو ایساف وايي، د افغانستان د حکومت په غوښتنه یې د هلمند په وروستیو جګړو کې د افغان ځواکونو ملاتړ کړی.

ایساف د دوشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې له افغان ځواکونو سره یې د زخمیانو د انتقال په برخه کې د هوايي ملاتړ په ګډون، په استخباراتي، اکتشافي پروازونو او نږدې هوايي ملاتړ په برخو کې مرسته کړې.

په ورته وخت کې د افغانستان دفاع وزارت وايي، په هلمند کې د وسله والو مخالفانو پر وړاندې د جګړې رهبري د افغان ځواکونو په غاړه وه او ایساف یواځې د لوژستیک په برخه کې مرسته کړې.

نږدې لس ورځې وړاندې د هلمند پرسنګین ولسوالۍ سلګونو جنګیالیو چې عرب، چچنیان، ازبکستاني او پاکستاني وسله وال په کې شامل وو حمله وکړه او لا تر اوسه هم جګړه روانه ده.

په افغانستان کې میشت نړېوال سوله ساتي ځواکونه ایساف وايي، په هلمند کې له وسله والو مخالفانو سره د افغان ځواکونو د جګړې پر مهال یې په بېلابېلو برخو کې د دغو ځواکونو ملاتړ کړی.

ایساف د دوشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې د افغان امنیتي ځواکونو په غوښتنه یې هغوی سره د زخمیانو د انتقال په برخه کې د هوايي ملاتړ په ګډون، په استخباراتي، اکتشافي پروازونو او نږدې هوايي ملاتړ په برخو کې مرسته کړې.

ایساف زیاتوي په هلمند کې د وروستۍ جګړې رهبري د افغان ځواکونو په غاړه وه او ایساف له هغوی سره مرستو ته ژمن دی.

نږدې لس ورځې وړاندې د دولت سلګونو وسله والو مخالفانو د هلمند په سنګین ولسوالۍ حمله وکړه او ویل کېږي، چې په دې حمله کې له افغان طالبانو سربېره، عرب، چېچېنیايي، ازبکستاني او پاکستاني وسله وال هم شامل و.

د افغانستان دفاع وزارت د یکشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته ویلي وو، چې په هلمند کې یې د وسله والو پراخې حملې په شاتمبولې، خو د امنیتي ګواښونو د له منځه وړلو لپاره یې جدي امنیتي تدابیر نیولي دي.

په همدې حال کې د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهرعظیمي د دوشنبې په ورځ ازادۍ راډيو ته وویل، چې د هلمند په وروستۍ جګړه کې یې ایساف نه یوازې په لوژیستیکې برخه کې مرسته غوښتې.

د ښاغلي عظیمي په خبره د وسله والو پر ضد یواځې افغان ځمکنیو ځواکونو جګړه کړې:

″د ناټو جنګي ماموریت مخ په خلاصېدو دی باید موږ په خپلو پښو ودرېږو د ایساف له حمایت پرته موږ خپل ماموریت پر مخ یوسو، په ټولیزه توګه موږ له خپلو ځمکنیو ځواکونو نه استفاده وکړه،ان په لومړۍ اوونۍ کې مو د ایساف له هلیکوپترو استفاده ونه کړه، وروسته مو یواځې د انتقالاتو په برخه کې د هغوی له هلیکوپترو کار واخیست، تروریستانو د خلکو له کورنیو نه ډزې کولې د هغوی له جنګي هلیکوپترونه مو استفاده ونه کړه هغوی خپلې اماده ګۍ ښودلې وې.″

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، چې دا مهال په هلمند کې د وسله والو پر وړاندې د افغان ځواکونو تصفیوي عملیات روان دي.

وروسته له هغې چې په ۲۰۱۱ کال کې افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیت د سپارلو پروسه پیل شوې دا مهال له نیمايي نه د زیات افغانستان امنیتي مسوولیت د افغان ځواکونو په غاړه دی.

خو د نظامي چارو افغان کارپوهان وايي، چې افغان ځواکونو د ښوونې او روزنې له پلوه په ځانګړې توګه د هوايي ځواکونو د تجهیز په برخه کې د نړېوالې ټولنې مرستو ته اړتیا لري.

راپور: رحمت الله ″افغان″

XS
SM
MD
LG