د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۳

نور: د انتخاباتو لومړي نتایج به له مهالویش سره سم اعلان شي


په افغانستان کې د جمهوري ریاست د دوهم دورانتخاباتو وروسته د رامنځته شویو جنجالونو سره سره د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي چې د انتخاباتو لومړي نتایج به له مهالویش سره سم اعلان کړي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون چارواکو د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانوته وویل، د انتخاباتو د دنتایجو ۹۹.۷ ٪ جدولونه، سیسټم ته داخل شوي دي.

دوی وايي، د یو شمېرمرکزونو د رایو د بیا شمېرنې لپاره، د یوه میکانیزم په جوړولو کارپیل شوی دی.

سره له دې چې د جمهوري ریاست یو کاندید عبدالله عبداله د انتخاباتو له کمیسیون سره اړیکې پرې کړي، دغه کمیسیون وایي، د جمهوري ریاست د دوهم دورانتخاباتو لومړي نتایج به له مهالویش سره سم اعلان کړي.

د انتخاباتو د کمیسیون د مهالویش له مخې د انتخاباتو ابتدایي نتایج باید د راتلونکي چهارشنبې په ورځ اعلان شي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، د جمهوري ریاست د دوهم دور انتخاباتو د نتایجو 99.7 فیصده جدولونه سیسټم ته داخل شوي:

″اوس هم هغه مهال ویش چې له مطبوعاتو او خلکو سره یي ژمنه شوې، په خپل ځای دی.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون هڅه کوي چې؛ نتایج یې په ټاکلي وخت له خلکو سره شریک کړي، کمیسیون په دې برخه کې مصمم دی.″

ښاغلي نور وویل، د رای اچونې د هغو نهه نوي محلونه د نتایجو جدولونه مرکز ته رسیدلي چې؛ تفتیش یي ضروري ګڼل شوی و او د رای اچونې د شپیتو نورو محلونو رای له سره شمېرل شوي.

د هغه په وینا، د رای اچونې د یوزرو نهه سوه دیرشو محلونو د بیا تفتیش لپاره، د یو میکانیزم پر جوړلو کار روان دی.

د جمهوري ریاست کاندید عبدالله عبدالله ټیم وروسته له هغه له انتخاباتي کمیسیونو سره خپلې اړیکې پرې کړي او ویې ویل، د هغوی پریکړې ورته د منلو وړنه دي چې د دوی په وینا کمیسیون یې غوښتنې نه دي منلي.

د ښاغلي عبدالله ټیم غوښتنه کړې وه چې؛ په یو شمېرسیمو کې دې له سره انتخابات وشي، د اووه میلیون رای ورکوونکو په اړه دې ورته وضاحت ورکړل شي او د کمیسیون 5 زره نوي ګمارل شوي کارکونکې دې ګوښه شي.

د انتخاباتو کمیسیون د دوی په ځواب کې ویلي وو، چې د هغوی ټولو غوښتنو ته یې د قانون په رڼا کې ځواب ورکړی.

په همدې حال کې د انتخاباتو د کمیسیون ویاند نورمحمد نور وايي، د انتخاباتي لانجو د هواري لپاره د انتخاباتي کمیسیونونو رهبرې هیئت تیره شپه له جمهور ریس حامد کرزي سره خبرې کړي:

″د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون رهبري تیره شپه له جمهورریس کرزي او د ده له مرستیالانو وکتل، چې کاندید عبداله عبداله انتخاباتي پروسې ته بیرته راستون کړي او دغه برخه چې سیاسي اړخ لري، حکومت په کې مرسته وکړي.″

د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو دویم دورد روان لمریزکال د جوزا په څلرویشتمه ترسره شول او ټاکل شوې چې نهايي نتایج یې د سرطان په 31 مه اعلان شي.

راپور: خان محمد ″سیند″

XS
SM
MD
LG