د افغانستان ولسي جرګې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون طرحه له يو لړبدلونونو سره د رایو په اکثریت تصويب کړه.
د دوشبنې ورځې په عمومي غونډه کې د ولسي جرګې له حاضرو ١٥٦ غړو نه ١٥٣يي د يادې طرحې تصويب ته موافقه رايه ورکړه.
په عین حال کې د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره نۍ هم اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د طرحې له تصویب څخه هرکلۍ کوي.
سره له دې چې عدليې وزارت اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون طرحه په شپږو فصلونو او ٣٢ مادو کې د روان کال په لومړيو کې د تصويب په هدف ولسي جرګې ته استولې وه خو ولسي جرګه د دوشنبې په ورځ وتوانیده چې د دغه قانون طرحه تصویب کړي.
د دې جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي په دې اړه وویل:
″اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون طرحه په شپږو فصلونو او ٣٢ مادو ولسي جرګې ته د رای اخیستو لپاره وړاندې کیږي، موافق کسان شنه کارټونه او مخالف سره کارټونه پورته کړﺉ، په اکثریتو رایو د دغه قانون طرحه تصویب شوه.″
د ولسي جرګې د ديني او فرهنګي کميسيون مشرکمال ناصر اصولي وويل، چې پريادې طرحې څو ځلي په ګډ کميسيون کې بحث شوى خو اوس هم ځيني اختلافي مادي لري.
د اصولي په وينا په ګډ کميسيون کې د جرګې يو شمېرغړو ټينګار کاوه، چې اطلاعاتو ته د لاسرسي د څارنې د ٩ کسيز کمېسيون مشر بايد د اطلاعاتو او فرهنګ وزير وي خو ځيني نورو بيا ويل، چې د ياد شوي کميسيون غړي بايد خپل رئيس، مرستيال او منشي د انتخاباتو له لارې وټاکي.
خو ترډيرو بحثونو وروسته په جرګه کې ډیری غړو د ياد کميسيون مشر د انتخاباتو له لارې د ټاکلو لپاره رايه ورکړه.
په عین حال کې د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره نۍ هم اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د طرحې له تصویب نه هرکلی کوي.
د دې ادارې د څار څانګې مشرصدیق الله توحیدي هیله وښوده چې دغه قانون باید ژر تر ژره د مشرانو جرګې له خوا تایید او د ولسمشرکرزي له خوا هم توشیح شي.
معلوماتو ته د لاسرسي قانون طرحه نژدی درې کاله دمخه د مدني ټولنو، بشري حقونو او د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا چمتو او تر ډیرو ارزونو وروسته د رسنیو عالي شورا او بیا د عدلیې وزارت ته ولیږل شوه.
د دې قانون له مخې حکومتي چارواکي او نادولتي ادارې مکلفي دي چې د خپلو فعالیتونو په اړه خلکو ته اړین معلومات ورکړي او د دې قانون د تطبیق چارې به د یو کمیسیون له خوا څارل کیږي.
راپور: ناجیه ساپۍ