د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۳

عبدالرحیم زی: سیلابونو ۳۵ زره هکتاره کرنیزه ځمکه ویجاړه کړې


د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، وروستیو سیلابونو په بېلابېلو ولایتونو کې نږدې پنځه دیرش زره هکتاره کرنیزه ځمکه ویجاړه کړې ده.

د دې وزارت چارواکو وايي، د دوی وروستۍ څیړنې ښيي، چې د هېواد په مختلفو سیمو کې سیلابونو بزګرانو او مالدارنو ته شپږ دیرش میلیونه ډالره زیان اړولی.

بل خوا د افغانستان له طبعيي پېښو سره د مبارزې اداره هم وايي، چې وروستیو سیلابونو نږدې اووڅلویښت زره جریبه ځمکه تخریب کړې.

افغان چارواکو وايي، د روان لمریز کال په لومړیو درېیومیاشتو کې طبیعي افاتونو په تخار، بغلان، فاریاب، جوزجان، سرپل، سمنګان، بلخ، بدخشان، پنجشیر ولایتونو زرګونه جریبه کرنیزې ځکمې زیانمنې کړي او بزګرو ته یې دروند مالي زیانونه اړولي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، جوزجان، سرپل او فاریاب هغه ولایتونه دي چې ډیرې کرنیزې ځمکې په کې د سیلابونوله امله ویجاړې شوي دي.

د دې زوارت مشاور ضیااحمد عبدالرحیم زي ازادۍ راډیو ته وویل، د دوی څیړنې ښیې چې په ټوله کې سیلابونو بزګرو او مالدارانو ته نږدې شپږ دیرش میلیونه ډالره زیان رسولی او پنځه دیرش زره هکتاره ځمکه یې ویجاړه کړې:

″سږکال چې کوم ارقام له موږ سره دې نږدې پنځه دیرش زره هکتاره ځمکه سیلاونو له منځه وړې، هغه محاسبه چې موږ یې لرو، د مواشي او کښت له پلوه لږ تر لږه بزګرانو او مالدارنو ته شپږ دیرش ملیونه ډالره زیان اوښتی.″

ښاغلي عبدالرحیمزي وویل، دوی راتلونکی کال لپاره له دغو زیانمنو شوو بزګرو سره د مرستې اوږد مهاله پلانونه جوړ کړي دي.

خو د افغانستان له طبیعي پېښو سره د مبارزې اداره د ویجاړو شوو ځمکو اندازه د کرنې وزارت له خوا د ورکړل شوو شمېرپه پرتله څو چنده کمه ښيي.

دوي، وروستیو سیلابونو په څو ولایتونو کې اووڅلویښت زره جریبه کرنیزه ځمکه تخریب کړې.

د دې ادارې مرسیتال محمد اسلم سیاس ازادۍ راډيوته وویل، ترډېره په تخریب شویو ځمکو ولاړ فصلونه غنم وو او دا به د خلکو په ژوند ناوړه اغیز وکړي.

دا چې د سیلابونو پرمهال څنګه کیدای شي د کرنیزو ځمکو د تخریب مخه ونیول شي، د کابل پولي تخنیک پوهنتون د جیولوژي او ساختماني څانګې دوو تنو استادان عبدالباقي او محمد ابراهیم نجف یې په اړه وايي:

″۱: د سیلاونو لارې اکثره د دیوالونو په وسیله کنترولیږي، ترڅو د کرنې ځمکو او د اوسېدونې سیمو ته پورته نه شي، یا د غرو په لمنو کې د نیالونو کېنول او داسې نور مېتودونه دي چې د سیلاونو مخه نیولی شي.

۲: په لومړي سره کې د خلکو د عامه پوهاوي کچه باید لوړه شي، دوهم هغې سیمې وپيژندل شي چې د سیلاونو له ګواښ سره مخ دي، خلک پوهه کړای شي چې په باراني موسمونو کې له هغو ځایونو لیرې شي چې د سیلاوونو راوتو ډار په کې وي.″

د افغانستان په شمال کې وروستیو سیلابونو نه یواځې کرنیزو ځمکې زیانمنې کړې، بلکې د افغانستان له طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې د معلوماتو له مخې دغو سیلاوونو اووسوه درې تنه وژلي او یوسلو دیرش نور یې ژوبل کړي دي.

راپور: رحمت الله ″افغان″

XS
SM
MD
LG