د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو تر ډیره د افغانستان د انتخاباتو په اړه د نړېوالو غبرګونو او پاکستان ته د وروستي افغان پلاوي د سفر پر مهال د شوو موافقو په اړه د سولې د عالي شورا غبرګون په اړه لیکنې کړي دي.
ویسا:
ویسا نا دولتي ورځپاڼې په یو مطلب کې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي جیمز ډوبنز په حواله لیکلي چې؛ کاندیدان دې له دواړو انتخاباتي کمیسیونونو سره چې قانوني بڼه لري همکاري وکړي.
د ورځپاڼې په خبره، ښاغلي ډوبنز افغانستان ته د سفر پر مهال له جمهور رییس حامد کرزي؛ له دواړو کاندیدانو او د انتخاباتو د کمیسیون له مشر سره لیدلي.
د ورځپاڼې په وینا، ډوبنز ټینګار کړی چې، امریکا په تېرو انتخاباتو کې د کوم کاندید ملاتړ نه دی کړی؛ خو د شفافو او ازادو ټاکنې پلوي کوي.
ویسا په یوه بل مطلب کې لیکلي چې؛ د سولې عالي شورا پاکستان ته د افغانستان د امنیت شورا د رییس رنګین دادفر سپنتا په مشرۍ د یو پلاوي د سفر پر مهال د افغان او پاکستاني چارواکو ترمنځ د شوو توافقاتو هرکلی کوي.
د ورځپانې په وینا، پاکستان ته د وروستي افغاني پلاوي په سفر کې د دواړو هیوادونو مقاماتو توافق کړی چې؛ د حقاني شبکې په ګډون د ټولو تروریستي ډلو پر وړاندې به یو شان عملیات کوي.
سرنوشت:
سرنوشت غیر دولتي ورځپاڼې هم د انتخاباتو په اړه د پاکستان او افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي جیمز ډوبنز څرګندونې راخیستي او د هغه له قوله یې لیکلي چې، دواړه کاندیدان باید د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون او د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون سره مرسته وکړي.
ورځپانې لیکلي چې، د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی په داسې حال کې دا غوښتنه کوي چې؛ د جمهوري ریاست یو کاندید عبدالله عبدالله د انتخاباتو له کمیسیونونو سره خپلې اړیکې پرې کړي او ویلي یې دي چې، د کمیسیون پریکړې ورته د منلو وړ نه دي.
د ورځپاڼې په ټکو ښاغلي ډوبنز د افغانانو ستاینه کړې چې؛ د حمل په ۱۶ مه او د جوزا په ۲۴ مه د رایې ورکوونې مرکزونو ته ولاړل او خپلې رایې یې وکارولې.
دنیا:
دنیا نا دولتي ورځپاڼې په یو مطلب کې لیکلي چې؛ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د افغانستان له انتخاباتي بنسټونو غوښتي چې امانتداري دې په پام کې ونیسي؛ چې د انتخاباتو د پروسې شفافیت او د درغلیو مخینوی تضمین شي.
د روځپانې په وینا، د امنیت شورا شورا په انتخاباتو کې له ښکیلو ټولو اړخونو غوښتي چې؛ د انتخاباتو له پروسې او انتخاباتي بنسټونو سره دې په زغم سره همکاري وکړي او له داسې هر کاره دې ډډه وکړي چې؛ د تاوتریخوالي، مدني بې نظمیو او بې ثباتۍ سبب کیږي.