د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۳

ننګرهار: سږکال د غنمو په محصولاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی


په ننګرهارکې د زراعت ریاست چارواکي وايي، په دې ولایت کې له بزګرو سره د اصلاح شویو تخمونو مرستو او دارنګه بزګرو ته د زراعتي لارو چارو په اړه زده کړو ځای نیولی او هرکال په زراعتي تولیداتو کې له پینځو فیصدو نیولې تر لس فیصدو پورې زیاتوالی راځي.

د ننګرهار د کرنې رييس انجنیر محمد حسین ساپۍ وايي له دې ډلې څخه یو هم د غنمو حاصلات دي ،چې پوره زیاتوالی په کې راغلی دی:

"زموږ هرکال په تولیداتو کې په خاصه توګه په غله جاتو کې زیاتوالی لرو، سږکال د څلورلکو ميټروک ټنو څخه زیات د غنمو حاصلات لرو، چې دا د تېرو کلونو په پرتله شاوخوا اووه سلنه زیاتوالی ښايي،چې ددې لامل بزګرو سره د اصلاح شویو تخومونو مرسته او هغوی پوهول پر روزنه باندې"

ساپۍ وايي، د ننګرهار له دوو ولسواليو پرته نور په ټولو ولسوالیو کې دوی زراعتي مرکزونه او ښوونځي لري، چې عملا بزګرو ته عملي زده کړې ورکوي او لازمې مرستې ورسره کوي:

"موږ په ولسوالیو کې زراعتي مرکزونه او هلته مکتبونه فعاله لرو،هلته زموږ کسان بزګرو ته عملي د کر کیلې زده کړې ورکوي،د سرې استعمال او په همدې ترتیب دوی سره د اصلاح شویو تخمونو او سرو مرسته هم ورسره کوو،چې په تېر کال کې تر اته سوه میټرک ټنو پورې اصلاح شوي تخمونه او کيمياوي سرې موږ پر بزرګرو ویشلي دي او په اینده کې هم په پام کې لرو."

د ننګرهار د زراعت ریاست د چارواکو په خبره په ننګرهار کې د یو لک هکټاره کرنیزه ځمکه موجوده ده، چې شاوخوا پر شپیته فیصده يې د غنمو کرکیله کیږي، خو بل خوا د کرنې د برخې یو شمېر کتوونکي وايي، چې د دې ولایت په لیرو پرتو ولسواليو کې اوس د غنمو د کرکیلي پرځای د کوکنارو کرکیلې ځای خپل کړی دی، دوی وايي که چېرې د کوکنارو پرځای هم غنم وکرل شي، نو د غلې تولید به نورهم ورسره لوړ شي.

ننګرهار: شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG