د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۸

د اوکراین په ختیځ کې له اوربند سره سره شخړې رامنځ ته شوي


د اوکراین په ختیځ کې د غځول شوي اوربند سره سره له سیمې د شخړو او مرګ ژوبلو راپورونه ورکول کیږي.

د اوکراین پوځ وایي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې پنځه عسکرد دې هېواد په ختیځ کې له روسي پلوو بیلتون پالو سره په نښتو کې وژل شوی دي.

درې عسکرد دونیڅک د سیمې سلویانسک ښارته نژدې پریوې پوځي پوسېی په وسله وال برید کې او دوه نورهم په لوهانسک سیمه کې پریوه پوځي کتار د بیلتون پالو یاغیانو په حمله کې وژل شوي دي.

له هغه اوربند څخه چې تیره اونۍ د اوکراین ولسمشر پټرو پروشینکو اعلان کړی او درې ورځې نور تمدید شوی، په لسګونو سرغړونې شوې دي.

د غه اوربند چې سبا پای ته رسیږي، د پروشینکو د سولې د پلان یوه برخه ده.

د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان پاتې څلورڅارونکي چې په ختیځ کې له روسي پلوو بیلتون غوښتونکو سره برمته وو؛ د شنبې په ورځ خوشې شول. څلورنورڅارونکي مخکې خوشې شوي وو.

د اوکراین په ختیځ کې د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان یوه جګ پوړي څارونکي مارک ایترینګتن وویل؛ دغې برمته نیونې د دې سازمان پرڅارونکي ماموریت چې په دغه حساس وخت کې د اوکراین د سولې او ثبات د بیرته ټینګیدو د هڅو لپاره ډیرمهم دی؛ خورا ناوړه اغیزکړی و.

الکسانډربورودای چې ځان د اعلان شوي دونیڅک خپلواکه جمهوریت صدراعظم بولي؛ وایي، دوی له خپله اړخه ټولې ژمنې پرځای کړي دي.

"موږ خپل تعهدات پرځای کړي، د اروپا د امنیت او همکارۍ ټول څارونکي موخوشې کړل؛ دا اسانه نه وه، دوی له هغو قومندانانو سره نه وو چې زموږ ترکنټرول لاندې دي خو په هرصورت موږدوی خوشې کړل."

د اروپایي اتحادیې د مشرانو یوه غوښتنه چې د جمعې په ورځ یې له روسیې څخه وکړه همدغه د اورپا د امنیت او همکارۍ د سازمان د څارونکو خوشې کیدل وترڅو مسکو وښیي چې په اوکراین کې د شخړود پای ته رسیدو لپاره کارکوي.

XS
SM
MD
LG