د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۶

ايران وايي له عراق سره پوځي مرستې ته تيار دى


ايران يوځل بيا وويل چې تيار دى له عراق سره د سني سخت دريځو په وړاندې په مبارزه کې همکاري وکړي.

يوه ايراني جنرال وويل، که عراق وغواړي ايران کولاى شي د عراق او شام د اسلامي دولت د سخت دريځو وسلوالو په وړاندې په مبارزه کې همکاري وکړي.

يوه ايراني جنرال وويل هېواد يې تيار دى د هغو سني وسلوالو په وړاندې په مبارزه کې له عراق سره همکاري وکړي، چې بغداد ته يې ګواښ پېښ کړى دى.

تر دې مخکې هم ايراني چارواکو ويلي وو د اړتيا په صورت کې يې هېواد په عراق کې د شيعه ګانو د زيارتونو دفاع ته تيار دى، خو دوى ټينګار کړى و چې عراقيان د ټروريزم په وړاندې د مبارزې توان لري.

د ايران مذهبي مشر ايت الله علي خامنه اي يوه اوونۍ مخکې د سخت دريځو وسلوالو په وړاندې د مبارزې لپاره په عراق کې د امريکا او نورو هېوادونو مداخله رد کړه او ويې ويل، په عراق کې هر ډول بهرنۍ مداخله د دې هېواد بحران لا پسې پېچلى کوي.

له څه مودې راهيسې په عراق کې د عراق او شام د اسلامي دولت د سخت دريځې ډلې له خوا بريدونه کېږي. دغې سخت دريځې سني ډلې د عراق د شمال زياتې سرحدي سيمې په خپله ولکه کې راوستلي او د بغداد پر لوري د پرمختګ په حال کې ده.

د ايران د سپاه پاسداران مرستيال مسعود جزايري په هغه مرکه کې چې پرون د ايراني ټلويزيونو له خوا خپره شوه د سخت دريځو وسلوالو په وړاندې په مبارزه کې له عراق سره د مرستې يادونه وکړه.

که څه هم مسعود جزايري له عراق سره د ايران د مرستې پر څرنګوالي خبرې ونه کړې، خو ويې ويل سخت دريځو وسلوالو ته به د ايران ځواب جدي وي.

ده زياته کړه، هېواد يې بغداد ته ويلي، ايران هغو برياليو تجربو ته په پام سره چې د سوريې په جګړه کې يې د ياغيانو په وړاندې پرمخ بېوله، دا ځل له عراق سره د وسلوالو په وړاندې په مبارزه کې همکاري کولاى شي.

ويل کېږي ايران د سوريې د ولسمشر بشارالاسد د رژيم په ملاتړ په مليونونو ډالره لګولي دي.

XS
SM
MD
LG