د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۶ چنګاښ ۱۳۹۸ کابل ۰۴:۵۳

وقاد: له پاکستاني لوري سره د ډاکټر سپنتا د شوو توافقاتو هرکلی کوو


پاکستان ته د افغانستان د ملي امنیت د شورا د مشر رنګین دادفر سپنتا په سفر کې داړو خواوو توافق کړی؛ چې د حقاني شبکې په ګډون به د ډیورنډ کرښې په دواړو خواو کې فعال وسله وال مخالفین له منځي وړي.

د سولې عالي شورا غړي قاضي محمد امین وقاد د یکشنبې په ورځ ازادۍ راډیو سره په خبرو کې د دغې توافق هرکلی وکړ:

"د سپنتا په مشرۍ یوافغاني هییت پاکستان ته ولاړ او توافق چې شوی په دواړو خواوو کې به ټرویزم تثبت او په لمنځه وړلو کې به یې په ګډه همکاري کوي. افغانان د دغه کار هرکلی کوي، ټرویزم دواړو خواوو ته خطر دی، د هغه د له منځه وړلو په برخه کې د نړیوالې ټولنې ترنظارت لاندې د شویو توافقاتو هرکلی کوو."

د افغانستان د ملي امنیت شورا مشر سپنتا د تیرې جمعې په ورځ د یو پلاوي په مشرۍ پاکستان ته سفر وکړ او د سولې د خبرو او په شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ له خوا د پیل شوو عملیاتو په اړه یې د هغه هیواد له صدراعظم؛ لوی درستیز او د ملي امنیت د شورا ره مشر سره خبرې وکړې.

د افغانستان د ملي امنیت شورا له خوا په خپرې شوې اعلامیه کې ویل شوي چې؛ دواړو لورو په خپلو هیوادونو کې د ټروریزم پر وړاندې پرته له توپیره پر مبارزې موافقه کړې ده.

په ورته وخت کې د سولې عالي شورا په افغانستان کې د جګړې له ښکیلو غاړو غواړي چې د روژې په مبارکې میاشت کې دې اوربند وکړي.

د دې شورا غړی قاضي محمد امین وقاد وايي چې، په دې ګرمي کې دې افغان ولس د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ نه کړای شي:

"وسله والو مخالفانو او طالبانو وروړنو ته زموږ پیغام دا دی؛ په روژه کې دې جګړه بنده کړي، په دې میاشت کې جګړه کول د خدای پاک لعنت دی په جګړه کې ښکېلې خواوې دې اوربند وکړي او افغان ولس دې په سخته ګرمي او د روژې په میاشت کې د خپلو کورنو پرېښودو ته اړ نه کړي."

د افغانستان اوپاکستان حکومتونه په داسې حال کې د ډیورنډ کرښې په دواړو غاړو کې د وسله والو مخالفانو پر له منځه وړو توافق کوي؛ چې له څو اونیو راهیسې پاکستاني پوځ په شمالي وزیرستان کې دوسله والو پرضد پراخ هوايي او مځکني عملیات پیل کړي.

د دې عملیاتو له پیلیدو وروسته په هلمند او د لوګر ولایت په ازرې ولسوالۍ کې طالبانو جبهه يي جګړه پیل کړې؛ چې د امنیتي چارواکو په وینا، بهرني وسله وال هم په کې شامل دي او ښايي علت یې دا وي چې، دوی په شمالې وزیرستان د پاکستاني پوځ له عملیاتو وروسته افغانستان ته راغلي وي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG