د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۴

اسحاقزی: پر ازرې ولسوالۍ دطالب وسله والو حمله شنډه شوه


له هلمند نه وروسته د لوګر ولایت ازره ولسوالۍ دویمه سیمه ده چې؛ په شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځي عملیاتو له پیلېدو څخه وروسته افغان او بهرني طالبان پرې پراخه حمله کوي.

د لوګر امنیې قومندان عبدالحکیم اسحاقزی وایي چې؛ پرازرې ولسوالۍ حمله پرهلمند ولایت د وسله والو طالبانو حملې ته ورته وه؛ خو د ده په خبره د افغان امنیتي ځواکونو له خوا په شا وتمبول شوه.

ښاغلي اسحاقزي د یکشنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل چې؛ په ازرې ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفانو پراخ حضور ته په پام د پوځي عملیاتو ترسره کېدو ته جدي اړتیا شته:

"وسله والو طالبانو پر ازرې ولسوالۍ هم د هلمند په څیر هجوم راوړ ؛ ازره غرنۍ او لرې پرته ولسوالۍ ده او وسله وال مخالفان په کې فعالیت لري.

زموږ د امنیتي ځواکونو مرال لوړ دی؛ خو بیا هم موغوښتنه کړې چې، باید هلته پراخ عملیات و شي، ترڅو دا ولسوالۍ له وسله والو مخالفانونه پاکه شي."

وروسته له هغې چې دوه اونۍ وړاندې په شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځ عملیات پیل کړل؛ وسله والو طالبانو په پرله پسې ډول لومړی د هلمند پرڅو ولسوالیو اوبیا د لوګر پرازرې ولسوالۍ پراخې حملې وکړې.

په همدې حال کې د لوګر د ولایتي شورا رییس عبدالولي وکیل وایي؛ ممکن پرازرې ولسوالۍ حمله هغو طالبانو کړې وي؛ چې په شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځي عملیاتوله امله پرې کړۍ تنګه شوې.

د ازرې ولسوالۍ امنیه قومندان نقیب الله آزادي راډیو ته وویل چې؛ پردې ولسوالۍ حمله کې یوولس پولیس او یو د ملي اردو سرتیری وژل شوي او شپږ پولیس ټپیان شوي.

ده څرګنده کړه چې، په دې جګړه کې لسګونه وسله وال طالبان چې بهرني جنګیالي هم په کې شامل دي وژل شوي.

وسله والو طالبانو لا تراوسه د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې د خپلو تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.

په عین حال کې په مشرانوجرګې کې د لوګر سناتورهدایت الله احمدزی وایي؛ که چیرې په ازره کې د وسله والو طالبانو مرکزونه ویجاړ نه شي؛ نو ممکن دا ولسوالۍ سقوط وکړي او د کابل په ګډون یوشمېر ولایتونه له ګواښ سره مخامخ شي:

"پاکستانیان، عربان، چیچنیایان او تاجیک جنګیالي دا مهال هلته فعاله مرکزونه لري؛ دوی پر یوشمېر نورو ولایتونو د عملیاتو پلانونه هم په ازره کې جوړوي.

که چېرې دا ولسوالۍ سقوط وکړي؛ نو د ننګرهار خوګیاڼۍ او حصارک ولسوالۍ، لغمان، کاپیسا ولایتونه او د کابل جلال آباد لویه لاره به له ګواښ سره مخامخ شي."

تېرکال هم د افغانستان امنیتي ارګانونو په ازرې ولسوالۍ کې پراخ پوځي عملیات وکړل او دا ولسوالۍ یې په بشپړ ډول د وسله والو طالبانو له حضورنه پاکه کړه.

په ملي شورا کې د لوګر یوشمېراستازي وایي چې؛ افغان امنیتي ځواکونه باید یوځل بیا په ازرې ولسوالۍ کې پوځي عملیات وکړي؛ خو دوی سپارښتنه کوي چې، داځل باید هلته زیات امنیتي ځواکونه ځای پرځای شي چې؛ وتوانیږي د وسله والو طالبانو د فعالیتونومخه ونیسي.

راپور: نسیم شفق

XS
SM
MD
LG