د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۶ چنګاښ ۱۳۹۸ کابل ۰۵:۲۶

عراق له روسيې څخه جنګي الوتکې رانيولي


د عراق حکومت وايي له روسيې څخه يې څو رانيول شوې جنګي جټ الوتکې ترلاسه کړي او د سني ياغيانو په وړاندې به په عملياتو کې ورڅخه ګټه واخلي.

د عراق امنيتي ځواکونه وايي د روسيې د سوخوى شرکت پنځه مستعملې جنګي الوتکې به په څو ورځو کې فعاليت پيل کړي او څو نورې الوتکې عراق ته پر لار دي.

ويل کېږي دغه الوتکې د ٥٠٠ مليونه ډالرو په ارزښت رانيول شوي دي.

دا الوتکې په داسې حال کې رانيول کېږي چې د عراق ځواکونو له سني وسلوالو نه د تکرت ښار د بېرته نيولو لپاره د پوځي څرخي الوتکو په مرسته پوځي عمليات پيل کړي.

پرون د ورځې په بهير کې د هغه پوهنتون له شا و خوا هم د خورو-ورو جګړو راپورونه ورکول شوي، چې په کې وړمه ورځ يوې څرخي الوتکې کومانډو ځواکونه ځاى پر ځاى کړل.

د عراقي حکومت پوځيانو وويل، له سامَرا د تکرت خوا ته د پرمختګ په حال کې دي، سامَرا د دجلې سيند پر غاړه پروت دى چې د شيعه ګانو يو مهم زيات هم په کې شته.

شپه تېره شوه خو بيا هم دا معلومه نه وه چې تکرت د چا په کنټرول کې دى.

د صلاح الدين ولايت والي احمد عبدالله الجبوري اسوشېټېډ پرېس اژانس ته وويل، دولتي پوځيان د تکرت خوا ته د پرمختګ په حال کې دي.

خو ځايي اوسېدونکو ځينو خبري اژانسونو ته ويلي چې دغه ښار لا هم د سخت دريځو وسلوالو په کنټرول کې دى.

د جون له لومړيو هغو سخت دريځو وسلوالو چې د عراق او شام د اسلامي دولت سخت دريځې ډله يې مشري کوي، د عراق په شمال او لوېديځ کې د لوى شمالي ښار موصُل په ګډون هغه سيمې په خپله ولکه کې راوستلې چې اکثريت اوسېدونکي يې سنيان دي.

راپورونه وايي د عراق پوځ پرون په موصُل کې درې هوايي حملې وکړې.

د عراق صدراعظم نوري المالکي تر نړيوالو فشارونو لاندې دى چې د ملي يووالى حکومت تشکيل کړي، څو په دې ډول سني افراطيت کمزورى شي.

د عراق ناراض سنيان شيعه صدراعظم مالکي تورنوي چې دوى ته يې په قدرت کې ونډه نه ده ورکړې.

XS
SM
MD
LG