د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

کابل: یو شمیر لوبغاړو د هلمند په جګړه کې د ټپيانو لپاره خپله وینه ورکړه


په داسې حال کې چې د افغانستان د جنوبي ولایت هلمند په ځينو ولسوالیو کې لا هم جګړه روانه ده؛ دلته په کابل کې د شنبې په ورځ یو شمیر لوبغاړي سره راټول شوي وو؛ چې په دغه جګړه کې ټپي شوو کسانو سره د مرستې په هدف وینه ورکړي.

د المپیک د ملي کمیټی مشر فهیم هاشمي د وینې ورکولو پر مهال وویل؛ چې دوی هیله لري چې، د لوبغاړو له خوا ورکړل شوې وینه په هلمند کې مستحقو کسانو ته ورسیږي او د هغوی روغتیايي حالت ښه شي.

"یو شمیر داوطلبه ځوانان خپلو نیازمندو وروڼو په تیره بیا د هغه هیوادوالو سره چې په هلمند کې زخمي شوي دي؛ د وینې ورکولو په خاطر راغونډ شوي دي؛ تر څو لوبغاړي په دې اقدام د خپل هیواد او خلکو سره کړي ژمنه ثابته کړي."

د هلمند ولایت د لشکرګاه د ایمرجنسي روغتون د یو مسوول په وینا چې؛ د نوم له اخیستو یې ډډه کړې تر اوسه په دغه ولایت کې د روانې جګړې نه دوی ته د ملکیانو او امنیتي ځواکونو په ګډون تر درې سوه ډیر ټپیان ور وړل شوي دي.

یو شمیر افغان لوبغاړو ازادی راډیو سره په خبرو کې ویلي؛ خوښ دي چې د خپلو ورزشي لاسته راوړنو تر څنګ د امنیتي او ملکي کسانو سره هم د وینې په ورکولو سره مرسته کوي.

"زما نوم عصمت الله رستم خیل دی او د وزن پورته کولو د ملي ټيم لوبغاړی یم. موږ نن د دې لپاره وینه ورکوو چې؛ له هغو وروڼو سره چې امنیت ساتي او د هیواد ساتنه کوي او په دې برخه کې زخمي کیږي ورسره مرسته وکړو."

دغه لوبغاړي وايي، د المپیک کمیټې له دې نوښت نه خوشحاله دي او په هلمند کې ټپي شوي کسانو سره د مرستې لپاره یې په خپله خوښه وینه ورکړې ده.

د شاوخوا لسو ورځو راهیسې د هلمند ولایت په سنګین، نوزاد، موسی کلا او کجکي ولسوالیو کې د وسله والو مخالفینو او افغان امنیتي ځواکونو تر منځ جګړه روانه ده چې؛ د سلګونو ملکیانو او امنیتي ځواکونو د ټپي کیدو ترڅنګ، څه باندې ۳۰ پولیس او ۱۵۰ وسله وال طالبان په کې وژل شوي دي.

د افغان امنیتي ځواکونو په وینا، په دې جګړه کې تر ډیره د بهرینو افراطي ډلو وسله وال جنګیږي؛ خو دوی توانیدلي چې تر ډیره د هغوی ډلییز بریدونه شاه وتمبوي.

XS
SM
MD
LG