د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۶ چنګاښ ۱۳۹۸ کابل ۰۶:۰۷

"د ټروریزم خلاف د پاک-افغان د ګډې مبارزې لپاره د ولسمشر کرزي شرطونه"


د افغانستان د ملي امنیت شورا، د هغو موافقو د عملي کېدو غوښتنه وکړه چې؛ په دې وروستیو کې د رنګین دادفر سپنتا په مشرۍ یو افغان هییت په اسلام اباد کې د پاکستاني چارواکو سره کړې دي.

له بلې خوا ارګ په یوې خبر پاڼې کې د ولسمشر کرزي د هغه لیک جزییات خپاره کړي چې؛ په سیمه کې د ټروریزم سره د ګډې مبارزې لپاره؛ پاکستاني لورې ته د افغانستان شرطونه په کې په ډاګه شوي.

له ټولو ټروریستي ډلو سره له توپیر پرته مبارزه او د ملکي مرګ ژوبلې مخنیوي، د ټروریزم خلاف د افغانستان او پاکستان د ګډې مبارزې لپاره د ولسمشر حامد کرزي لومړي شرطونه دي.

پاکستاني چارواکو ته د ولسمشر کرزي په استول شوي لیک کې چې د ملي امنیت سلاکار رنګین دادفر سپنتا په خپل وروستي سفر کې د هغه هیواد چارواکو ته سپارلی؛ همدارنګه ویل شوي چې، د ټروریزم پر خلاف ريښتني مبارزه هغه وخت بریالۍ کیدای شي چې؛ په افغانستان کې سوله ټینګه شي.

د ولسمشر کرزي په لیک کې دې هدف ته د رسیدو لپاره له پاکستان څخه غوښتل شوې دي؛ چې باید ټول هغه طالبان چې د سولې پلویان دي؛ له بنده ژر تر ژره خوشې کړي او د افغانستان د سولې په هکله دې رېښتنې هڅې پيل کړي؛ څو د سولې خبرې پیل شي.

د ترویستانو د ځالو او مرکزونه له منځه وړل هغه که هر چیرې وي؛ په لیک کې د ولسمشر حامد کرزي بل شرط دی چې پاکستاني لورې ته یې وړاندې کړی دی.

ولسمشر کرزي، همدارنګه له پاکستاني لوري غوښتي چې؛ پر افغانستان دې د توپونو ډزې بندې کړې او غوښتنه شوې ده چې، د ټروریزم خلاف د افغانستان او پاکستان د دې ګډې مبارزې سره باید د سیمې د لويو هېوادونو لکه چین او هند هڅې همغږې کړای شي؛ ځکه د افغان لورې په وینا، دوی هم ټروریزم زیانمن کړي دي.

افغان ولسمشر همدارنګه وړاندیز کړی دی؛ د ټروریزم خلاف مبارزې د ښه پرمخ وړلو، د پړاوونو د تعيينولو، د همغږۍ د رامنځ ته کولو او اړیکو ټینګولو د تنظیم لپاره باید یوه د لارې نقشه جوړه شي.

له ارګ څخه خپره شوې خبر پاڼې پاکستان ته د یو هییت په مشرۍ د رنګین دادفر سپنتا سفر د دې ګډې مبارزې په ترڅ کې د لومړي ګام په توګه یاد کړی دی.

د خبر پاڼې په وینا په دې سفر کې دغه هییت له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان د پورتنيو شرطونو پر عملي کولو او راتلونکو اقداماتو خبرې وکړې.

په خبر پاڼې کې دا نه دي ویل شوي چې؛ پاکستاني لورې د دې شرطونو په اړه څه ځواب ورکړی؛ خو پرون د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د ملي امنیت د شورا په غونډه کې اسلام اباد ته د ښاغلي سپنتا په مشرۍ د هییت سفر او د پاکستان د صدراعظم او نورو چارواکو سره لیدنې کتنې مثبتې وګڼل شوې او په دې سفر کې یې د دواړو خواوو تر منځ د شویو موافقو پر عملي کیدو ټنګار وکړ.

XS
SM
MD
LG