د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۳۰ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۶:۲۹

شمالي وزيرستان: پاکستانيو ځواکونو د طالبانو د قومندان په ګډون ١١ تنه وژلي


د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د شمالي وزيرستان په قبايلي سيمه کې د پاکستانيو ځواکونو پوځي عمليات دوام لري، چې تر دې دمه يې پکې د لسګونو وسله والو د وژلو خبر ورکړى.

د پاکستاني پوځ د مطبوعاتي څانګې يا ISPR له خوا د شنبې په ورځ خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د پاکستان هوايي ځواک په شمالي وزيرستان کې د پوځي عملياتو په څوارلسمه ورځ، ددې ايجنسۍ په ميرانشاه کې د وسله والو پر مرکزونو هوايي بريدونه کړي، چې په ترڅ کې لږ تر لږه ١١ وسله وال وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي.

پوځ وايي، چې په مير علي کې يې د ځمکنيو عملياتو پر مهال د پاکستاني وسله والو طالبانو يو تن مهم قومندان عمر هم وژلى دى.

د پاکستان د پوځي مقاماتو په وينا، په شمالي وزيرستان کې يې د هوايي بريدونو پر مهال د سخت دريځه وسله والو ٦ مرکزونه هم له منځه وړي او همداراز يې د القاعدې شبکې د يوه جګپوړي قومندان په ګډون ١٩ تنه ژوندي نيولي دي.

د پاکستان حکومت د روانې مياشت په د ١٥مې نېټې راهيسې د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د شمالي وزيرستان په قبايلي سيمه کې د مېشتو کورنيو او بهرنيو سخت دريځه وسله والو پر ضد پراخ پوځي عمليات پيل کړي، چې ددې هېواد د پوځي مقاماتو په وينا په دې عملياتو کې يې تر دې دمه ګڼ شمېر وسله وال وژلي، چې ډېرى يې ازبک جنګيالي دي.

د پاکستان پوځ همداراز وايي، چې د شمالي وزيرستان ځايي اوسېدونکيو د ځمکنيو عملياتو تر پييلېدا مخکې خپلې سيمې پرېښي دي او اوس هم ورته اعلانونه کوو، چې ځانونه خوندي ځايونه ته ورسوي.

د شمالي وزيرستان يو تن ځايي خبريال د نوم و غږ نه خپرولو په شرط ازادي رډيو ته وويل، چې د شمالي وزيرستان د مير علي او ميرانشاه په ګډون ددې ايجنسۍ له ډېرې سيمو څخه خلک د بنو، کوهاټ، هنګو، کرک، ډېره اسماعيل خان، پېښور او د خيبر پښتونخوا نورو سيمو ته ګډه شوي دي.

د پاکستان پوځ په شمالي وزيرستان کې د وسله والو پر ضد تر هغې وروسته د پوځي عملياتو اعلان وکړ، چې په دې ايجنسۍ کې مېشتې د ازبکستان د اسلامي غورځنګ په نامه يوې وسله والې ډلې د کراچۍ پر نړېوال هوايي ډګر د خونړي بريد مسووليت ومانه، چې پکې د پاکستانيو ځواکونو په ګډون لږ تر لږه ٣٠ کسان وژل شوي وو.

ياده دې وي، چې که څه هم د پاکستان پوځ وايي، له تېرو پېنځلسو ورځو راهيسې يې په شمالي وزيرستان کې د ازبک جنګياليو په ګډون ٣٤٠ وسله وال وژلي او د هغوى لسګونه مرکزونه يې له منځه وړي، خو خپلواکو او سيمه ييزو سرچينو لا تر دې دمه ددې ادعا پخلى نه دى کړى.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG