د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۸

"پاکستان ژمنه کړې چې د حقاني شبکې په ګډون ټولې وسله والې ډلې ځپي"


د جمهور رییس کرزي د ویاند مرستیال فایق واحدي
د جمهور رییس کرزي د ویاند مرستیال فایق واحدي

افغان حکومت ډاډ څرګندوي چې؛ پاکستاني چارواکو ورسره ژمنه کړې چې، د حقاني شبکې په ګډون د ټولو وسله والومخالفانو پرضد پیل شوي عملیات جدي او یوشان ترسره کوي.

پاکستان دا ژمنه نوموړي هېواد ته د ولسمشرکرزي د ملي امنیت د سلا کار رنګین دادفرسپنتا په مشرۍ د یوه پلاوي د سفرپه ترڅ کې کړې.

د جمهور رییس کرزي د ویاند مرستیال فایق واحدي د شنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل چې؛ افغان حکومت هم همدا غواړي چې؛ پاکستان په شمالي وزیرستان کې پیل شوي عملیات په صادقانه او اغیزمنه توګه پرمخ بوځي:

"پاکستان ژمنه کړې چې په دې مبارزه کې به صادقانه عمل وکړي او د نوموړي هیواد د پوځ له خوا هم اعلان شو چې؛ د ټولو تروریستانو پروړاندې له توپیرپرته یوډول مبارزه پرمخ بوځي.

البته دوی ویلي چې، حقاني شبکه او ټولې وسله والې مخالفې ډلې به یو شان هدف ګرځوي."

د افغانستان د ملي امنیت سلا کار رنګین دادفرسپنتا د تیرې پنجشنبې په ورځ د یوه پلاوي په مشرۍ په شمالي وزیرستان کې د پیل شویو عملیاتو په اړه له پاکستانیو چارواکو سره د خبرو اترو لپاره پاکستان ته تللی و.

د ملي امنیت په چاروکې د ښاغلي کرزي د سلا کار د دفتر له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ډاکټرسپنتا د پاکستان له صدراعظم نوازشریف، د هغه د ملي امنیت له سلا کارسرتاج عزیز، د پوځ له لوی درستیز رحیل شریف او نورو چارواکو سره کتلي دي.

په شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ له خوا پیل شوي عملیات؛ د حقاني شبکې په ګډون د ټولو وسله والو مخالفانو له مینځه وړل او د هغوی د مرکزونو ویجاړول د دې خبرو مهمه اجنډا ښودل شوې.

د پاکستان پوځ څه باندې دوه اونۍ وړاندې په شمالي وزیرستان کې د سخت دریځو وسله والو پرضد عملیات پیل کړل چې لاهم دوام لري.

د سیاسي چارو څیړونکی جاوید کوهستاني په شمالي وزیرستان کې دپاکستان له خوا پیل شويو پوځي عملیاتو ته د شک په سترګه ګوري او وایي چې، ممکن هدف یې افغانستان ته د وسله والو ډلو را استول وي:

"که چېرې خبرو اترو ته د طالبانو د چمتو کولو هڅې وشي دا به ښه اقدام وي.

له دې پرته تل د دې ډول موافقو او همکاریو ترسیوري لاندې پر موږ تیری اوحملې شوي.

اوس هم دا امکان شته چې یوځل بیا د شمالي وزیرستان له عملیاتوسره وسله وال په منظم ډول افغانستان ته را ولیږي."

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې؛ په شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ له عملیاتو وروسته سلګونو وسله والو مخالفانو د هلمند ولایت پرڅو ولسوالیو پراخې حملې وکړې چې؛ لاهم هلته جګړه دوام لري.

د سیاسي او امنیتی چارو څیړونکي سره له دې چې د افغانستان په اړه د پاکستان سیاست ناسم او دوه ګونی بولي؛ خو وایی چې ممکن اسلام آباد دا ځل درک کړی وي؛ چې تروریزم او افراطیت یې په زیان دی او باید چې پرضد یې صادقانه مبارزه وکړي.

راپور: نسیم شفق

XS
SM
MD
LG