د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۱۱:۵۵

عراقي ځواکونو د تکریت ښار د نیولو لپاره عملیات پيل کړي


عراقي ځواکونو نن د دې هیواد په شمال کې د تکریت ښار د نیولو لپاره عملیات پيل کړل.

عیني شاهدان او عراقي پوځيان وايي چې؛ دولتي جنګي الوتکو نن پر تکریت هوايي حملې کړې دي.

د عراق او شام اسلامي دولت (داعش) سني وسله والو په تېرو دوو اوونیو کې د عراق د شمال او لویدیز زیاتې برخې نیولې دي.

رپوټونه وايي، چې زرهاوو عراقي عسکر د تکریت په لور د پرمختګ په حال کې دي.

د عراق د پوځ ویاند قاسم الموسوي تایید کړې چې؛ د عراق او شام اسلامي دولت (داعش) پر وسله والو بمباري شوې او پیاده ځواکونه د پرمختګ هڅې کوي.

په عین حالکې، رپوټونه وايي چې، د امریکا بې پیلوټه جنګي الوتکو د بغداد پر فضا پروازونه پيل کړي دي.

د امریکا د دفاع وزارت وايي، دا الوتکې په بغداد کې د امریکايي پوځيانو او ډيپلوماټانو د امنیت ټینګولو او هلته د خرابیدونکي وضعیت د څارنې لپاره استول شوې دي.

یوه امریکايي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي؛ ویلي چې، دا الوتکې په احتیاطي ډول د بغداد پر فضا الوزې او د (داعش) د وسله والو پر ضد په عملیاتو کې برخه نه اخلي.

د امریکا د دفاع وزارت تایید کړې چې؛ دا جنګي الوتکې بمونه او راکټ هم لیږدوي، خو د پنټاګون ویاند جان کربي ټينګار کړی چې؛ دا الوتکې یوازې د امریکايي ځواکو د امنیت ټينګولو لپاره دي.

د بشري حقونو څارونکې ادارې په عراق کې د ناوړه وضعیت د خرابیدو په خاطر هلته د بشري وضعیت په اړه خبرداری ورکوي.

ویل کیږي چې، په وروستیو کې، په عراق کې د مسیحیانوله یوه کوچني ښاره لږترلږه لس زره کسان تښتیدلي دي.

په عراق کې د ناکراریو له امله، یوازې سږکال لږترلږه دولس لکه کسان تښتیدلي دي.

XS
SM
MD
LG