د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳ کب ۱۳۹۸ کابل ۰۹:۱۵

د لومړۍ نړیوالې جګړې اور چا بل کړ؟


له ننه سل کاله وړاندې، یوې پيښې په نړۍ کې د شل ملیونه انسانانو وژل کېدو ته لاره برابره کړه.

د ۱۹۱۴ میلادي کال د جون په ۲۸، د پخوانۍ یوګوسلاویا په سراییو ښار کې د استرو- هنګري امپراطورۍ پر ولیعهد "ارشیدوک فرانز فردیناند" ډزې وشوې او ووژل شول.

نولس کلن سربي ځوان "ګاوریلو پرنسیپ" د دې اتریشي ولیعهد په وژلو د لومړۍ نړیوالې جګړې اور بل کړ.

پرنسیپ د استروهنګري امپراطورۍ له کنتروله د سربیا د ازادۍ لپاره دا تاریخي قتل وکړ.

د شهزاده فردیناند تر وژل کېدو وروسته د استروهنګري امپراطورۍ د سربیا پر ضد جنګ پيل کړ.

روسیه، بریتانیا او فرانسه د اتریش، جرمني او ترکیې پر ضد ودریدل او تر شل ملیونه زیات انسانان په کې ووژل شول.

د سربیا او د بوسنیا د سربانو رهبران "ګاوریلو پرنسیپ" د غلامانو د ازادۍ مبارز ګڼي.

د جمعې په ورځ د سراییو د ختیځ په هغه برخه کې چې اکثریت سربان اوسي؛ د پرنسپ یوه مجسمه ودرول شوه.

په بوسنیا کې د سربانو د جمهوریت "ریپلیکا سربسکا" [Republika Srpska ] مشر "میلوراد دودیک" وویل چې؛ د بوسنیا خلک په سراییو کې د استرو-هنګري د امپراطورۍ د ولیعهد د وژل کیدو په اړه لا هم ویشل شوي دي؛ دې پيښې ته له مختلفو دریځونو ګوري.

خو دودیک ټینګار وکړ چې، سربان پر خپل تاریخ، د ازادۍ لپاره پر خپلو جګړو او د خپل ملي یو والي د ساتلو لپاره د خپلو نیکونو پر مبارزې ویاړي:

"زموږ ګډې تاریخې پيښې او ورته تاریخي حقایق په سراییو کې تحریفیږي او هڅه کیږي چې، په بل ډول څرګند شي. موږ د تاریخ په اړه له داسې تجدید نظر سره موافقه نه لرو او داسې بوسنیا هرزګوینا چې د سربانو هرکلی نه کوي؛ نه منو.

موږ خپل سرب جمهوریت لرو. د ګاوریلو پرنسپ او د ځوانې بوسنیا د غړو پر لار تګ ته به دوام ورکوو څو خپل استقلال ټينګ وساتو په بلاخره د ریپبلیکا سربسکا ازادي واخلو."

نن به د سرایوو ښار په مرکز کې د ویانا فیلهارمونیک کنسرت وي او د اتریش ولسمشر هنز فیشر به ګډون په کې وکړي.

دا کنسرت به د سراییو ښار د ملي کتابتون په هغه تالار کې جوړ شي؛ چې په نولس سوه دونوي میلادي کال، سربي ځواکونو په بوسنیا کې د جګړې پرمهال ویجاړ کړی وو.

د ویانا فیلهارمونیکا ارکستر مشر "کلیمینز هلسبرګ" وايي چې؛ په سراییو کې د نن په کنسرت کې به نړۍ ته د سولې پیغام ورکړي:

"دا پيغام ډير څرګند دی. زه د یوه اتریشي په حیث وایم چې جنګ انتخاب نه دی نو د هنر او موسیقي په ژبه دا اخلاقي پيغام لرو چې؛ جګړه باید هیڅ کله را ونه ګرځي."

د سربیا ولسمشر تومیسلاو نیکولیچ او د دې هیواد صدراعظم الکسانډر وچیچ به د سربیا په ختیځ کې په دې اړه په خپلو مراسمو کې ګډون وکړي.

د سراییو ښاروال ایوو کومسیچ ویلي، هغه کسان چې په سراییو کې په مراسمو کې له ګډونه ډډه کوي؛ یوازې د تاریخ په اړه نه بلکه د سیمې د راتلونکي په اړه یې خپل نظر ښکاره کړ.

XS
SM
MD
LG