د کرکټ یو استرالیایی کوچ یا روزونکی "انډي مولز" افغانستان ته له څوارلس ورځنې سفر وروسته نن بېرته خپل هیواد ته ستون شو.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي، چې انډي مولز په دې موده کې افغان کرکټ لوبغاړو ته په بیلابیلو برخو کې روزنه ورکړه.
مولز د کرکټ د روزنې په برخه کې درویشت کلنه تجربه لري او له دې وړاندې د نیوزیلنډ د لوبډلې روزونکی هم پاته شوی.
د کرکټ د ۲۰۰۳ نړیوالو لوبو پر مهال انډي مولز د کینیا د لوبډلې روزونکی و؛ چې د کینیا لوبډله یې سیمي فاینل یا نیمه پایلوبې ته ورسوله.
د دې اسټرالیایي روزونکي د روزنې په اړه مې د کرکټ بورډ له مشر شهزاده مسعود سره خبرې وکړې او په سر کې مې ترې وپوښتل، چې افغان کرکټ لوبډلې ته د انډي مولز څلوارلس ورځنۍ روزنه څومره ګټوره وه او دا روزنه په کومو برخو کې وه؟
د کرکټ بورډ له ریيس شهزاده مسعود سره مرکه