د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۷

حامد کرزی: د هلمند په جګړه کې بهرنیان لاس لري


افغان ولسمشرحامد کرزی وایې، د هلمند په روانه جګړه کې بهرنیان لاس لري او وایي، همدا اوس بهرنیان په هلمند کې جنګیږي.

د راپورونو له مخې له تیرو شپږو ورځو راهیسې چې جګړې پیل شوي لسګونه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

بل خوا د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړي استازي یان کوبیش په هلمند ولایت کې روانه جګړه د جدي اندیښنې وړبللې ده.

د یوناما له خوا ورکړل شویو معلوماتو له مخې له تیرې شنبې راهیسي یوازې په سنګین ولسوالۍ کې لږترلږه دیرش ملکي کسان وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان دي.

په داسې حال کې چې د هلمند په څو ولسوالیو کې سخته جګړه روانه ده او د راپورونو له مخې لسګونه ملکيان په کې وژل شوي دي، افغان ولسمشرحامد کرزي د دغو جګړو په طرح کولو کې بهرنیان ښکېل بولي او وایي، همدا اوس بهرنیان په هلمند کې جنګیږي.

ولسمشرکرزي پرون د هلمند، فراه او نیمروز له قومي مشرانو سره د لیدو پرمهال د هلمند جګړه په افغانستان کې د بهرنیانو د اهدافو لپاره یوه وسیله بللې ده:

″ملي اردو، پولیس او د هلمند والي راپور راکړی چې هغه څه چې په هلمند کې جریان لري بهرنیان په ښکاره ډول په کې دخیل دي.

پردې زموږ سره جنګیږي، اوږده ویښتان لري او یوه کلمه پښتو یا دري خبرې نه شي کولای، خو زموږ خلک بربادیږي. نو داجنګ د پردو جنګ دی او د پردو د اهدافو او اغراضو لپاره دی.″

ولسمشرکرزي له افغان طالبانو وغوښتل چې؛ له پردیو سره له همکارۍ څخه لاس واخلي، پرخپلو خلکو ورحمیږي او ویني تویونه بنده کړي.

د دغو درېیو ولایتونو مشرانو پرون له ولسمشرکرزي سره د هلمند د جګړې په اړه خپلې اندیښنې شریکې کړې او له حکومته یې وغوښتل چې زیانمنو کسانو ته ژرترژره مرستې ورسوي.

بل خوا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږۍ اداره /یوناما د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي چې؛ دغه اداره په هلمند کې د روانو عملیاتو له کبله د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه اندیښنه لري.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي یان کوبیش په دغه اعلامیه کې ویلي چې، په دغو پوځي عملیاتو کې د ملکي تلفاتو لوړه شمېره د اندیښنې وړده او د جګړې ټولې خواوې باید د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره احتیاطي ګامونه واخلي.

د یوناما د معلوماتو له مخې له تیرې شنبې ورځې راهیسې یوازې په سنګین ولسوالۍ کې د وژل شویو ملکېانو شمېره لږترلږه دیرش تنه ښودل شوي او وایې ۳۵ ملکېان ټپیان دي.

یوناما دغه رازد هلمند په نورو ولسوالیو لکه نوزاد، موسی قلعه او کجکي کې هم د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې خبره کړې ده.

روغتیایې کارکوونکې، زیانمن کسان او عیني شاهدان ترډیره د دغو وژنو اصلي عامل پرکورونو د هاوانونو ویشتل او د هغو ماینونو چاودنې یادوي چې په کورونو کې جوړ شوي دي. دوی دغه راز وایې ځیني کسان د جګړې د دواړو لورو ترمنځ د متقابلو مرمیو په ډزو وژل شوي دي.

د افغان ځواکونو او وسله والو مخالفینو ترمنځ جګړه له تیرې شنبې راهیسي دوام لري چې ډیر زیانونه په سنګین ولسوالۍ کې اوښتي دي.

XS
SM
MD
LG