د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ سلواغه ۱۴۰۰ کابل ۰۸:۱۰

نړېوالو چاپي خپرونو د هلمند د جګړې مساله څيړلې


نړېوالو چاپي خپرونو د هلمند د جګړې مساله څيړلې ده. وال سټریټ جورنال ورځپاڼه لیکي، طالبان غواړي چې د هلمند په هغو سیمو کې مځکې لاندې کړي چې بهرني پوځیان ترې وتلي دي.

ورځپاڼه د افغان او ایتلافي ځواکونو په وینا وایي، چې د جګړې مرکز ترډيره سنګین ولسوالۍ ده چې د هلمند په ختیځه څنډه کې پرته ده. تیرکال هم طالبانو پر سنګین پراخ عملیات پیل کړل، یو شمېر امنیتي پوستې یې ونیولې، خو بیا بیرته افغان ځواکونو په شا کړل.

د سنګین په روانه جګړه کې ملکېانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده. محمدرسول بارکزي د ولسوال مرستیال وایي، چې یو شمېر ملکېان ماینونو وژلي او یو شمېرهم طالبانو په دې توروژلي دي چې له حکومت سره همکاره دي.

د بارکزي په وینا شاوخوا درې زره کورنۍ مجبوره شوي دي چې د جګړې له ویرې خپل کورونه پریږدي او لا هم کډې روانې دي.

وال ستریت جورنال وړاندې د محمدرسول بارکزي په وینا لیکي، چې وسله والو لومړی د ساروان کلا په سیمه پر امنیتي پوستو حمله وکړه. په دې سیمه کې ګڼ خلک ژوند کوي او د طالبانو د پوځي شورا د نوي نومول شوي مشر ابراهیم صدر پلرنی ټاټوبی دی.

افغان چارواکي په دې باوردي چې ابراهیم صدر د پاکستان له استخباراتو سره نژدې اړیکې لري. دی د ملاعبدالقیوم ذاکر پرځای وروسته تردې د طالبانو د پوځي شورا مشر وټاکل شو، چې طالبان د انتخاباتو د لومړي پړاو په ګډوډولو کې پاتې راغلل.

امنیسټي انټرنشنل خپرونې بیا د هلمند جګړه د روان کال تر ټولو لویه جګړه بللې ده.

دغه خپرونه هم د وال ستریت جورنال ورځپاڼې په څیرد جګړې اصلي مرکز سنګین ولسوالۍ یادوي خو زیاتوي چې دا سیمه د مخدره موادو د انتقال څلور لارې ده.

امنیسټي انټرنشنل بیا لیکي، مخکې تردې چې په ۲۰۱۰ کال کې بریتانیایي ځواکونه له دې سیمې ووځي په اوړي کې به یې سختې جګړې کولې او د ګرمۍ په پنځو موسمونو کې یې سل پوځيان په کې ووژل شول.

خپرونه د سنګین د استوګنو په وینا لیکي، وروسته تردې چې په ۲۰۱۱ کال کې بهرنیو ځواکونو په سیمه کې خپل پراخ عملیات ودرول ترهغه را وروسته د روانې جګړې په څیرداسې سخته جګړه نه وه شوې.

په سنګین کې په وروستیو کې د امریکایي پوځیانو یوه وړه ډله وه خو دغه عسکر هم تیره میاشت له دې ولسوالي ووتل.

امنیسټي انټرنشنل په سیمه کې د افغان قوماندانانو په وینا لیکي، چې یاغیان غواړي له دې څخه ګټه پورته کړي چې افغان ځواکونه هوایي ځواک نه لري.

ددغو قوماندانو په وینا د اته سوه او زرو ترمنځ طالبانو دغه جګړه پیل کړې ده او تردې مخکې هلته د لسو ورځو په مخه غیر رسمي اوربند وو، څو بزګران د غنمو او کوکنارو حاصلات واخلي.

XS
SM
MD
LG