د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ سلواغه ۱۴۰۰ کابل ۰۳:۲۴

پاکستان: په شمالي وزيرستان کې پوځي عمليات د حقاني شبکې پرضد هم دي


د پاکستان پوځ وايي، چې په شمالي وزيرستان کې يې د وسله والو پاکستاني طالبانو په ګډون د حقاني شبکې او هغو ټولو کورنيو او بهرنيو ترهګرو پرضد پوځي عمليات پيل کړي، چې په دې سيمه کې مېشت دي او په ترورېستي پېښو کې لاس لري.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې، د پاکستاني پوځ وياند جنرال عاصم باجوه د پنجشنبې په ورځ په پېنډۍ کې د پاکستاني پوځ په عمومي قومندانۍ کې له ځينو رسنيو سره په خبرو کې وويل، چې په شمالي وزيرستان کې يې د کورنيو او بهرنيو او ښو او بدو وسله والو له توپير پرته پراخ پوځي عمليات پيل کړي او دا عمليات به په سيمه کې د مېشتو ټولو کورنيو او بهرنيو ترهګرو تر ختمېدا پورې دوام وکړي.

پاکستاني پوځ د روانې مياشت په ١٥مه نېټه تر هغې وروسته د ډيورنډ کرښې ته څېرمه په شمالي وزيرستان کې د پوځي عملياتو اعلان وکړ، چې د ازبکستان د اسلامي غورځنګ په نامه يوې وزيرستان مېشتې وسله والې ډلې د همدې مياشت په ٨مه نېټه ددې هېواد په ستر صنعتي ښار کراچۍ کې ددې ښار پر هوايي ډګر بريد وکړ،چې په ترڅ کې يې ٣٠ کسان ووژل شول.

دا لومړى ځل دى، چې د پاکستان پوځ په شمالي وزيرستان کې د مېشتې د حقاني شبکې د هغو وسله والو پرضد د پوځي عملياتو يادونه کړې، چې په افغانستان کې دننه ترورېستي بريدونه کوي.

جنرال باجوه همداراز ويلي، چې د شمالي وزيرستان په ديګان، بويا او شوال سيمو کې بهرني وسله وال موجود دي، چې ډېرى يې ازبک جنګيالي دي او په خبره يې، دا دې سيمو د بهرنيو وسله والو د مرکز بڼه خپله کړې ده، چې د خپلو ټولو ترورېستي بريدونو پلانونه همدلته جوړوي.

د پاکستاني پوځ وياند د حقاني شبکې د وسله والو پر ضد د عملياتو اعلان تر هغې وروسته کړى، چې د خيبر پښتونخوا والي يا ګورنر مهتاب خان عباسي څو ورځې وړاندې له يوه بهرني خبري اژانس سره د مرکې پر مهال ويلي وو، چې په شمالي وزيرستان کې يې يواځې د هغو وسله والو پرضد عمليات پيل کړي، چې د پاکستان وجود او خپلواکۍ ته ګواښ پېښوي.

خو د سياسي چارو کارپوه عقيل يوسفزى په دې باور دى، چې که چيرې د پاکستان پوځ په شمالي وزيرستان کې د حقاني شبکې او هغو وسله والو مرکزونه په نښه نه کړي، چې په افغانستان کې ترورېستي بريدونه کوي، نو دا به د افغان دولت او په افغانېستان کې د مېشتو نړېوالو ځواکونو د خواشينۍ لامل شي:

" په شمالي وزيرستان کې چې په اصطلاح کې ورته موږ GOOD طآلبان وايو، چې په هغې کې حقاني ګروپ دى، په هغه کې د حافظ ګل بهادر ډله هم ده او ځينې نور قوتونه هم پکې شامل دي. که د هغې په خلاف کارروايي نه کېږي، نو د انرنېنشل فورس عکس العمل به هم مخې ته راځي او د افغان دولت د کوم الزامات يا تورونه دي، نو په هغې کې به هم اضافه کېږي."

نوموړى همداراز وايي، اوس وخت راغلى چې په سيمه کې د ترورېزم له منځه وړلو لپاره د حقاني شبکې په ګډون د ټولو وسله والو پرضد له کوم امتياز او د "ښه" او "بد" له نومه پرته کوټلي ګامونه پورته کړى شي.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ نزدې ٢٦٠٠ کيلومټره اوږه پوله پرته ده، چې د ډيورنډ کرښې په نوم يادېږي او ويل کېږي، چې ددې پولې په اوږدو کې د پاکستان پر خوا په قبايلي سيمو کې دا مهال د القاعدې او حقاني شبکې د غړيو په ګډون د ځينو نړېوالو ترهګرو خوندي مرکزونه موجود دي، چې له دې ځايه په افغانستان کې ترورېستي بريدونه کوي.

د پاکستاني پوځ وياند وايي، چې په تېرو لسو ورځو کې يې په دغو سيمو کې د بهرنيو وسله والو په ګډون ٣٢٧ وسله وال وژلي او د هغوى ٤٥ مرکزونه او پټنځايونه يې هم له منځه وړي دي.

خو خپلواکو او سيمه ييزو سرچينو لا تر دې دمه په شمالي وزيرستان کې د پاکستاني پوځ د ددې ادعا پخلى نه دى کړى.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG