د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۵

د ډاکټرسپنتا په مشرۍ افغان پلاوي د پاکستان له سياسي او پوځي چارواکو وکتل


د افغانستان د ملي امنيت د شورا د رييس ډاکتر رنګين دادفر سپنتا په مشرۍ افغان پلاوي د پاکستان په پايتخت اسلام اباد کې ددې هېواد له صدراعظم نواز شريف او د پاکستان د پوځ له مشر جنرال راحيل شريف سره کتلي او په دوه اړخيزو اړيکيو سربېره يې ورسره په شمالي وزيرستان کې د روانو پوځي عملياتو او پر پاک _ افغان ګډه پوله د ترهګرو د مخنيوي په اړه خبرې کړي دي.

د پاکستان د صدراعظم له دفتره په يوې خپرې شوې خبرپانۀ کې ويل شوي، چې افغان پلاوي له صدراعظم نواز شريف سره د ليدنې پر مهال د پاکستان او افغانستان د دوه اړخيزو اړيکيو د لا پراختيا و پياوړتيا په اړه غږېدلى.

بل خوا د پاکستاني پوځ د عامه اړيکيو د دفتر يا ISPR له خوا په يوه خپور شوي بيان کې ويل شوي، چې د افغانستان د ملي امنيت د رييس په مشرۍ افغان پلاوي په راولپېنډۍ کې د پاکستاني پوځ په عمومي قومندانۍ کې له جنرال راحيل شريف سره کتلي او په وزيرستان کې د روانو پوځي عملياتو په اړه يې ورسره خبرې کړي.

خپرپاڼه کاږي، چې د پاکستاني پوځ لوى درستيز له افغان پلاوي وغوښتل، چې افغان دولت دې د پاکستان_افغانستان پر ګډې پولې امنيتي تدابير لا پياوړي کړي او هغو ترهګرو ته دې پناه نه ورکوي، چې د شمالي وزيرستان په پوځي عملياتو کې له دې سيمې تښتي.

د پاکستان د دولتي اژانس اسوشيټډ پريس اف پاکستان د راپور له مخې، د افغانستان د ملي امنيت د شورا رييس ډاکټر سپنتا د پاکستان صدراعظم ته د افغان ولسشمر يو ليک هم رسولى، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډې همکارۍ د اړتيا اړه ليکل شوى.

د افغانستان د ملي امنيت د شورا د مشر په مشرۍ افغان پلاوى په داسې حال کې اسلام آباد ته راغلى، چې پاکستاني حکومت د ډيورنډ کرښې ته څېرمه په شمالي وزيرستان کې پراخ پوځئ عمليات پيل کړي، چې تر دمه پکې د لسګونو وسله والو د وژلو ادعا کوي.

بل خوا د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياندې مېرمن اسلم په اسلام اباد کې خپلې اوونيزې خبري غونډه کې ويلي، موږ په شمالي وزيرستان کې د ترهګرو پرضد پراخ پوځي عمليات پيل کړي او په دې لړ کې له افغان دولته غواړو، چې پر ګډه پوله امنيت ټينګ کړي، ترڅو زموږ عمليات پر وخت پاى ته ورسېږي.

نوموړې د روانې مياشتې په ١٧مه نېټه کابل ته د پاکستان د ملي عوامي ګوند د ملتپال مشر محمود خان اڅکزي سفر ته په اشاره وويل، چې نوموړي له افغان ولسمشر سره په ليدنه کې له هغه غوښتي، چې هغه ترهګرو ته دې پناه نه ورکوي، چې افغان خاوره د پاکستان پرضد کاروي او په شمالي وزيرستان کې دې د پوځي عملياتو پر مهال د پولې کلکه څارنه وکړي.

ددې وزارت له خوا د افغان پلاوي د سفر په اړه په خپرې شوې ګډې اعلاميه کې ويل شوي، چې دواړو هېوادونه په دې خبرې همغږي شوي، چې په سيمه کې د ترورېزم د مخنيوي لپاره بايد د پاکستان او افغانستان د بېلابېلو ادارو، په ځانګړې توګه د امنيتي ادارو ترمنځ اړيکي لا پراخې شي او د همدې هدف لپاره بايد يو ګډ کاري ټيم جوړ کړى شي.

افغان پلاوى په داسې حال کې اسلام آباد ته سفر کړى، چې د پاکستان حکومت د روانې مياشت په ١٥مه نېټه تر هغې وروسته په شمالي وزيرستان کې د پوځي عملياتو پرېکړه وکړه، چې له وسله والو پاکستاني طالبانو سره يې د سولې د خبرو اترو شپږ مياشتنې لړۍ بې نتيجې پاى ته ورسېده.

د پاکستان پوځ ادعا کوي، چې په دې عملياتو کې يې تر دې دمه سلګونه کورني او بهرني وسله وال وژلي، خو خپلواکو او ځايي سرچينو لا تر دې دمه ددې ادعا پخلى نه دى کړى.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG