د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۹

جرګګۍ: ډاکټرعبدالله د لويې پکتیا د رایو په اړه له حقیقته لیرې څرګندونې کړي


د لویې پکتیا د څلورویشت ټولنو ګډې جرګګۍ لسګونو غړو د جمهوري ریاست له کاندید عبدالله عبدالله نه وغوښتل چې؛ د دوی رایو ته احترام وکړي.

دوی د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د یوې غونډې په جوړولو سره د لویې پکتیا رایو په اړه د عبدالله عبدالله څرګندونې غیر مسولانه وبللې او ویې ویل چې؛ په دې څرګندونو د دوی حیثت ته زیان رسیدلی.

وړاندې عبدالله عبدالله ادعا کړې وه، چې په پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې د نفوس له شمېره د ډيرو رایو استعمال په دې معنا دی چې په دې ولایتونو کې پراخه درغلي شوې ده.

په همدې حال کې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ټیم وايي، دوی په هرځای کې د درغلیو په اړه اندیښمن دي خو دوی په دې اطمینان لري چې دا درغلی په ناامنه او لېرې پرتو سیمو کې ډيرې وي.

د لویې پکتیا د څلورویشت ټولنو جرګګۍ په کابل کې د یوې غونډې په جوړولو سره د جمهوري ریاست پر کاندید عبدالله عبدالله تور ولګاوه چې؛ د پکتیا پکتیکا او خوست ولایتونو د رایو په اړه یې له حقیقته لیرې څرګندونې کړي دي.

د دې ټولنو استازو د جمهوري ریاست له کاندید عبدالله عبدالله او د هغه له پلویانو وغوښتل، چې د دوی رایو ته احترام وکړي او له داسې څرګندونو ډډه وکړي چې د لویي پکتیا د ولسونو باور د انتخاباتو په ملي پروسې کمزوری کوي.

د دې جرګګۍ یوه تن غړي شهزاد اریوبي وویل:

″د لویی پکتیا ولسونو د انتخاباتو په ملي پروسه کې ترټولو ډیره برخه واخسته، خو له بده مرغه د یوه کاندید عبدالله عبدالله او د هغې د پلویانو له خوا زموږ ولایتونو د انتخاباتو د بهیر په اړه غلط معلومات، څرګندونې او دریځ خپور شو چې موږ یې په کلکه غندو،موږ به هیچا ته اجازه ورنه کړو چې د لویي پکتیا د انتخاباتو بهیر تر پوښتنې لاندې راولي.″

د جوزا د څلورویشمې نیټې انتخاباتو وروسته عبدالله عبدالله او د هغه د ټیم یو شمېر نور غړو ادعا کړې وه، چې په پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې کارول شوې رایې د دغو ولایتونو د نفوس له اندازې هم ډیرې دي.

دوی ادعا کړې وه چې په دغو ولایتونو کې په انتخاباتو کې د خلکو ګډون پراخ نه وو او د رایې اچونې صندوقونه د یو مشخص کاندید په ګټه ډک شوي دي.

په ورته وخت کې د عبدالله عبداله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ټیم ویاند فاضل سنچارکي د پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډيو ته وویل، چې دوی په ټول هېواد کې د درغلیو په اړه خپله اندیښنه په ډاګه کړې او اوس هم په دې نظر دي چې په ناامنه ولایتونو کې انتخابات له درغلیو ډک وو:

″بدبختانه په ټولو ولایتونو کې درغلی شوي دي خو په ځینو ولایتونو کې کمی او په ځینو کې هم ډيرې.

هغه سیمې چې ناامنه دي او خلک په رایې ورکولو قادر نه دي پراخې درغلی شوي دي چې موږ د دې غوښتنه کوو چې ټولو درغلیو ته رسیدګي وشي.″

نوموړوي وویل، چې د انتخاباتو پروسه به یواځې هغه وخت شفافه وي چې د ټول هېواد په کچه پاکې رایې یې له ناپاکو هغو بیلې شي.

د افغانستان د جمهوري ریاست دویم دور انتخابات د جوزا میاشتې په څلور ویشتمه نیټه ترسره شو او د انتخاباتو د کمیسیون په وینا تر اووه میلیونو ډیرو کسانو په کې ګدون وکړ، چې د لومړي دورپه پرتله یو څه زیات بلل شوی.

د انتخاباتو کمیسیون چارواکو په وینا په دوهم دورانتخاباتو کې د لومړي دور په پرته په ولایتونو کې زیاتې رایې کارول شوي دي.

XS
SM
MD
LG