د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۳

"د پیسو د سپینولو د مخنيوي قانون له توشیح سره به د افغانستان اعتبار لوړ شي"


د افغانستان د مالیې وزارت وایي، چې د پیسو د سپینولو د مخنیوي قانون له توشیح سره به په سیمه یېزه او نړېواله سطح د دې هېواد سوداګریز او اقتصادي اعتبار لوړ شي.

د دې وزارت چارواکو د پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې له دې سره په افغانستان کې پانګونه او سالمه اقتصادي سیالي هم زیاتیږي.

ولسمشر کرزي د پیسو د سپینولو د منع قانون د ملي شورا د دواړو جرګو له خوا تر تصویب او تایید وروسته د چهارشنبې په ورځ توشیح کړ.

په عین حال کې په افغانستان کې د خصوصي بانکونو ټولنه وایي، چې دا اقدام کولای شي له نړېوالو بانکونو سره هم د دې هېواد بانکي راکړه ورکړه پیاوړي کړي.

د افغانستان مالیې وزارت او په دې هېواد کې د خصوصي بانکونو ټولنې د جمهور رییس کرزي له خوا د پیسو د سپینولو د مخنیوي قانون د توشیح هرکلی وکړ او دا یې په دې هېواد کې د اقتصادي او بانکي پیاوړتیا لپاره مهم اقدام وباله.

د مالیې وزارت ویاند عبدالقادرجیلاني د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې د دې قانون په توشیح کیدو سره افغانستان په نړېواله سطح خپله یوه مهمه ژمنه عملي کړه.

د ښاغلي جیلاني په خبره د پیسو د سپینولو د منع قانون، له سیمې او نړۍ سره د افغانستان سوداګریزې او اقتصادي اړیکې پیاوړي کوي:

"دا قانون کولای شي چې د افغانستان او نړېوالو بانکونو ترمنځ اړیکې پیاوړې او زموږ پر مالي او اقتصادي نظام مثبته اغیزه وکړي.

هغه ستونزې به تر ډیره حل شي چې په مالي برخه کې زموږ بانکونه ورسره مخامخ دي."

د پیسو د سپینولو د مخنیوي قانون د ولسي جرګې له خوا له تصویب وروسته د سې شنبې په ورځ مشرانو جرګې تایید او ولسمشر کرزي هم د چهارشنبې په ورځ توشیح کړ.

د افغانستان د مالیې وزارت چارواکي وایي، چې دغه هېواد د توکیو په کنفرانس کې ژمنه کړې وه چې د پیسو د سپینولو د منع قانون به نافذوي.

د دې قانون له مخې څوک نه شي کولای چې د نشه یې توکیو او انسانانو د قاچاق، اختلاس، رشوت او نورو غیر قانوني لارو څخه تر لاسه شوې پیسې بانکونو ته ولیږي او بیرته یې د سپینو یا قانوني پیسوپه توګه ترلاسه کړي.

د افغانستان د خصوصي بانکونو د ټولنې رییس خلیل صدیق هم وایي، چې د دې قانون له توشیح سره افغانستان د نړېوالو بانکونو په تورلست کې له احتمالي شاملیدو نه وژغورل شو.

ده څرګنده کړه چې؛ له دې سره د افغانستان د بانکونو راکړه ورکړه هم له نړېوالو بانکونو سره پیاوړې کیږي:

"دا یو ډیر مهم ګام دی چې پورته شو، لومړی پر افغانستان اعتبار زیاتوي یعنې خلک باوري شول چې افغانستان به د نړېوالو بانکونو تورلست ته ځي.

سوداګر او پانګه وال ډاډمن شول چې کولای شي خپلې قانوني پیسې بانکونو ته د موادو د را واردولو لپاره ولیږي."

اقتصادي څیړونکي هم د پیسو د سپینولو د منع قانون د تصویب او توشیح په برخه کې د ملي شورا او ولسمشر کرزي چټک عمل ستایي او وایي، چې افغانستان باید په هره برخه کې له نړېوالو سره خپلې کړې ژمنې همداسې عملي کړي.

دوی ټینګار کوي چې؛ افغانستان د سیاسي او امنیتي برخو ترڅنګ باید په اقتصادي او سوداګریزو برخو کې هم ګړندي ګامونه پورته کړي که نه نو د دوی په خبره د دغه هیواد اقتصاد به همداسې له ستونزو سره مخامخ وي.

راپور: نسیم شفق

XS
SM
MD
LG