د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۴

فيډوټوف: د نړۍ ۸۰ فیصده اپين په افغانستان کې توليديږي


د مخدره توکو او جرايمو پرخلاف د ملګري ملتونو اداره يا (UNODC) اجرايي ريس، يوري فيډوټوف د چارشنبې په ورځ وویل، په تېره لسيزه کې، د مخدره توکو کرل او تولیدول د افغانستان ترټولو ګټورغير قانوني او جنايي کاروبار وو.

د ايتارتاس خبري اژانس په وينا، دا خبرې فيډوټوف د ملګري ملتونو د امنيت په يوه شورا کې د ملګروملتونو د سرمنشي له خوا د افغانستان پرحالاتو او پر نړېوال امنيت او سوله د دې هېواد د حالاتو اغېزپه اړه د راپور پرمهال وکړې.

ده وويل، چې د مخدره توکو کاروبار کېدای شي د افغانستان سيمه يېزو خالص عوايدو د ۱۰ څخه تر ۱۵ په سل کې برخه دی.

ده زياته کړه چې، د نړۍ ۸۰ په سل کې اپين او هيروين په افغانستان کې توليديږي. ده د ټولې نړۍ د غيرقانوني مخدره توکو کاروبار د ۶۸ میليارده ډالرو په ارزښت وباله.

په هېواد کې د کوکنارو کرد ۲۰۹،۰۰۰ هيکاټره مځکه نيولې ده چې د پخوا په پرتله ډېره شوې ده.

د مخدره توکو او جرايمو پرخلاف د ملګري ملتونو اداره يا (UNODC) اجرايي ريس، يوري فيډوټوف د چارشنبې په ورځ وویل، په تېره لسيزه کې، د مخدره توکو کرل او تولیدول د افغانستان تر ټولو ګټور غير قانوني او جنايي کاروبار وو.

فيډوټوف وويل، چې غيرقانوني مخدره توکي د افغانستان په شان هېواد کې پرامنيت، صحي اسانتياوو، قانون او دوامداره پرمختګ منفي اثر کوي.

ده زياته کړه چې؛ د توليداتو زياتوالی په دې مانا دی چې د مخدره توکو غوښتنه او کارونه په نړېواله کچه زياته شوې ده.

د ايترتاس خبري اژانس په وينا،د (UNODC) ريس وويل، چې دا به غيرعادلانه وي که موږ ووايو، چې د مخدره توکو د منځه وړلو لپاره هيڅ کارنه دی شوی.

ده زياته کړه چې؛ د کوکنارو د کرله بېخه ايستلو کاراوس هم په مخ روان دی.

د ملګري ملتونو د امنيت د شورا د غونډې په نتيجه کې دوې څرګندونې شوې وې.

یوه دا چې په افغانستان کې د سياسي بهيرملاتړاو دوهمه په افغانستان کې د مخدره توکو پر توليداتو ده.

په ملګري ملتونوکې د روسيې استازي ويټالي چورکين ايتار تاس ته ويلي دي چې؛ افغانستان د نړۍ د مخدره توکو د توليداتو مرکزګرځېدلی دی او له دې دا څرګنديږي چې بهرني پوځي ماموريتونه په دې هکله بې کفايته پاتې شوي دي.

چورکين زياته کړه چې؛ د افغانستان د مخدره توکو ستونزه د ملګري ملتونو په راتلونکې عمومي غونډه کې، چې په ۲۰۱۶ کې ترسره کيږي، د بحث وړ موضوع ده.

XS
SM
MD
LG