د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۸

په باميان کې يوه بې پېلوټه الوتکه نسکوره شوه


په باميان ولايت کې د ايساف ځواکونو يوه بې پېلوټه الوتکه لوېدلې دي. چارواکي وايي دغه الوتکه په شيبر ولسوالۍ کې نسکوره شوې ده.

د باميان چارواکي وايي الوتکه له غره سره جنګېدلې او په پاى موري سيمه کې تر لوېدو وروسته سوځېدلې ده.

د شيبر ولسوال عظيم فريد ازادۍ راډيو ته وويل د الوتکې د نسکورېدو علت له غره سره جنګېدل دي او فکر نه کوي چې پېښه دې د وسلوالو طالبانو د حملې له کبله شوې وي.

XS
SM
MD
LG