د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۶

نور: لاهم په په پنځو ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنه نه ده پیل شوې


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون چارواکي وایي، تر اوسه یې په پنځه ولایتونو کې د شاوخوا درې سوه محلونو، د رایو د تفتیش او بیا شمېرنې په برخه کې کوم اقدام نه دی کړی.

د دې کمیسیون ویاند د چهارشنبې وویل، د دې محلونو د رایو د تفتیش او بیا شمېرنې لپاره مشورې پیل کړي او لومړې باید ورته یو میکانیزم جوړ کړي.

تر دې وړاندې د انتخاباتو د کمیسیون مشر ویلي و چې، په پنځه ولایتونو کې یې د رای ورکونې د شاوخوا 300 محلونو په اړه د درغلیو شکایتونه ترلاسه کړي او رایې به یې تفتیش او له سره وشمېري.

په عین وخت کې د افغانستان د انتخاباتو د څار موسسه ایوا تاکېد کوي چې، د انتخاباتو خپلواک کمیسیون دې د انتخاباتو پروسې د شفافیت لپاره د دې ولایتونو د مشخصو شوو محلونو رای تفتیش او له سره وشمېري.

سره له دې چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وړاندې ویلي و، چې په پنځه ولایتونو کې د شاوخوا درې سوه محلونو رایې به تفتیش او له سره وشمېري، خو اوس چې په دې ژمنې درې ورځې تیرې شوي، دغه کمیسیون وايي، په دې برخه کې یې لا کوم اقدام نه دی کړی.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ویلي و، چې د رای اچونې دغه محلونه په غور، خوست، پکتیا، پکتیکا او نورستان ولایتونو کې دي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویاند نورمحمد نورد چهارشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، د دې محلونو د رایو د تفتیش او بیا شمېرنې لپاره یې مشورې پیل کړي دي:

″د انتخاباتو خپلواک کمیسیون په پنځه ولایتونو کې د رای بیا شمېرل پیل کړي نه دي.

لومړی دې ته یومیکانیزم جوړوو، د میکانیزم په جوړولو کار روان دی″

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مشر د تیرې دوشنبې په ورځ ویلي وو، چې د جمهوري ریاست د کاندید عبداله عبداله د اعتراضونو او ټینګار له امله کمیسیون پریکړه کړې چې؛ په پنځه ولایتونو کې د شاوخوا درې سوه محلونو رایې تفتیش او له سره وشمېري.

بل خوا د انتخاباتو د څار موسسه ″ایوا″ وایي که د انتخاباتو خپلواک کمیسیون په پنځو ولایتونو کې د ټاکل شویو محلونو د رایو تفتیش او بیا شمېرنه وځنډوي، دا به د انتخاباتو په پروسه د خلکو د بې باوري سبب شي.

د دې موسسې ویاند پاینده محمد حکمت په دې اړه ازادۍ رادیو ته وویل:

″د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته پکار ده چې؛ په دې ولایتونو د ټاکل شویو محلونو رای ژر تفتیش او له سره وشمېري او که نه نو، دا ځنډ به پر انتخاباتي کمیسیونونو د خلکو بې باوري پیدا کړي″

د جمهوري ریاست په لومړي دور انتخاباتو کې هم د درغلیو په اړه د شوو شکایتونو له امله د رای اچونې د یو شمېر مرکزونو رایې تفتیش او له سره وشمېرل شوې او د یو شمېر نورو مرکزونو رایې قرنتین شوي.

ټاکل شوې چې؛ د افغانستان د جمهوري ریاست د دوهم دور انتخاباتو لومړې نتایج د سرطان میاشتې په یوولسمه او وروستۍ هغه یې د سرطان په یودیرشمه نیټه اعلان شي.

راپور: خان محمد ″سیند″

XS
SM
MD
LG